لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخېبر پښتونخوا دسینیماګانو مالکانو دکرونا په وجه دتړل شوؤ سینیماګانو دبېرته پرانستو غوښتنه کړې


په خیبر پښتونخوا کې د سینیماګانو مالکان وایي حکومت نورو صعنتونو ته لاک ډاؤن کې اسانۍ ورکړې خو دسینیما صنعت یې له پامه غورځولی چې له دې امله د سینیماګانو دننه کار کوونکي په زرګونو مزدوران،هنرمندان اؤ دسینیماګانو مالکان سخت اغیزمن شوي دي.

خو صوبایي حکومت وایي چې دسینیماګانو دمالکانو لخوا تر اوسه حکومت سره څه تماس نه دی نیول شوی اؤ که چرې هغوئ حکومت ته باور ورکولی شي چې په خوندي ډول سینیماګانو کې فلمونه ښودلی شي نو حکومت دهغوئ په غوښتنه غور کولو ته تیار دی.

دکرونا وایرس د وبا له امله صوبه کې دپرځائ کړل شوي لاک ډاون په اساس دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې څه دپاسه د دوؤ میاشتو راهسې سینیماګانې تړل شوي اؤ تاریخ کې په وړومبي وار داځل په وړوکي اختر هم هیڅ نوی یا زوړ فلم نندارې ته نه وړاندې کړل کیږي.

دپېښور سینیما ګانې دلاک ډاؤن له امله تړل شوې پرتې دي
دپېښور سینیما ګانې دلاک ډاؤن له امله تړل شوې پرتې دي

دچهارشنبې په ورځ پېښور کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وینا کې د خیبر پښتونخوا دبیلابیلو سینیماګانو دمالکانو استازو دحکومت نه غوښتنه کړې ده چې د صحت دپاملرنې سپارښتنو سره د ژوند د نورو مدونو په څېر باید په سمدستي توګه د سینیماګانو د پرانستلو امر هم وکړي.

دسینیماګانو مالکانو اؤ دهغوئ استازو ښاغلي ارشدخان،شاهدخان،عابد نسیم ،صالح محمد،جواد خان حبیب اؤ نورو خبریالانو ته ویلي دمارچ دمیاشتې نه خیبر پښتونخوا صوبه کې سینیماګانې تړل شوي اؤ اوس اختر هم پسر راغلو خو حکومت د وړاندې نه د زوال سره مخ دسینیما دصنعت په اړه ځان ناغرضه کړی دی.

هغوئ وویل حکومت لاک ډاؤن پرځائ کړو اؤ دسینیماګانو مالکانو له خپله انده سینیماګانې وتړلې ترڅو حکومت سره په همکارۍ کولو د کرونا وایرس د خوریدو مخه ونیسي.

خو هغوئ ګیله وکړه چې اوس حکومت لاک ډاؤن کې نرمښت راوستلو ،بیلابیلو صنعتونو ته یې دسردوباره فعالیت اجازه ورکړه، زورګارونه روان شول اؤ حتی پبلک ټرانسپورټ یا دسورلیو ګاډي یې هم پرانستل خو تړل شوؤ سینیماګانو ته یې بیخي نظر ونه کړو اؤ نن هم سینیماګانې هم هغه شان تړل شوې پرتې دي.

هغوئ وویل د سینیماګانو سره د زرګونو کورنیو رزق تړل شوی اؤ دکله نه چې سینیماګانې تړل شوي نو په دغو سینیماګانو کې کارکوونکي، فلمونو جوړونکي ، ایکټران ،دتیکنیکي څانګې خلک،سندرغاړي،موسیقاران اؤ سازنده په مکمل ډول بې روزګاره شوي اؤ په زرق پسې اریان شوي دي.

دهغوئ وینا وه چې فلمي صنعت د وړاندې څخه د حکومت دبې پرواهۍ په وجه دتباهۍ سره مخ ؤ اؤ‌ اوس د لاک ډاؤن له امله د زیاتره سینیماګانو مالکان دومره ځپل شوي چې حتی خپلو ملازمانو ته میاشتنی معاش نه شي ورکولی.

دسینیماګانو مالکانو غوښتنه وکړه چې حکومت باید دنورو څانګو په څیر سینیماګانو ته هم د صحت دپاملرنې سپارښتنې ورکړي اؤ‌ دهغې په اساس دې په سمدستي توګه د سینیماګانو پرانستلو امر وکړي.

وي او ای ډيوه چې کله په دې هکله د صوبې د کلتور وزیر ښاغلي شوکت علي یوسفزئ سره تماس ونیولو نو هغه وویل د سینیماګانو مالکانو تر اوسه صوبایي حکومت سره هیڅ تماس نه دی نیولی.

ښاغلي یوسفزي وویل سینیماګانې دخوشحالۍ څخه نه دي تړلي خو دخلکو د ژوند ژغورنې په خاطر یې د ژوند دنورو څانګو په څېر سینیماګانې هم تړلي اؤ که چرې اوس دسینیماګانو مالکان حکومت ته باور ورکولی شي چې هغوئ به خلکو ته په خوندي ډول فلمونه ښایي نو حکومت تیار دی چې دهغوئ په غوښتنه غور وکړي

په پاکستان کې دتیرو څو کلونو راهسې فلمي صنعت د زوال سره مخ راروان دی خو فلم جوړونکي اؤ فلمي ستوري وایي چې د کرونا وایرس له امله رامنځته شوي بحران دپاکستان فلم انډسټري نوره هم ځپلې ده اؤ تاریخ کې په وړومبي ځل دا په راتلونکي وړوکي اختر هیڅ نوی فلم نندارې ته نه وړاندې کیږي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG