لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایلس ویلز: پر پاکستان به فشار روان ساتو چې د ترهګرو ډلو په ضد د باور وړ ګامونه واخلي


واشنګټن ـــــ د جنوبي او منځنۍ اېشیا لپاره د امریکې فارغېدونکې استازې ایلس ویلز ویلي چې هند په افغانستان کې یو مهم شریک وو او په راتلونکي وخت کې به هم وي او زیاته کړې یې ده چې امریکا د هند او پاکستان تر منځ د ډزبندۍ تړون پر ځای کېدل غواړي.

د شورو- چارشنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې د اټلانټیک کونسل په غونډه کې "په هند او د هند په سمندرګي کې د امریکې لومړیتوبونه" پر موضوع د آنلاین وینا په مهال مېرمن ایلس ویلز وویل:

"هند په افغانستان کې یو مهم شریک دی او په راتلونکي کې به هم وي. سفیر خلیلزاد څو اوونۍ مخکې په نوي ډیلي کې وو چې د [افغان] سولې بهیر په اړه ورسره و ږغېږي او د سیمه ییزو کړنلارو په اړه یې وپوښتي چې د افغانستان په راتلونکې ارامۍ کې څه مرسته کولای شي".

مېرمن ایلس ویلز په افغانستان کې د هند مهم رول ته په کتنې د پاکستان او هندوستان تر منځ‌ په کشمیر کې د ګډې پولې دواړو غاړو ته د دواړو هېوادونو شخړه د سیمې لپاره تاواني ګڼلې او د تم کېدو غوښتنه یې کړې ده:

"یقیناً موږ د هندوستان او پاکستان هغه ګامونه ستایو چې تر خپل منځ شخړه کمه کړي او د لاین آف کنټرول پر د ۲۰۰۳م کال تړون بیرته پر ځای کړي، خو پر پاکستان به فشار ته دوام هم ضرور ورکوو چې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره د باور وړ ګامونه واخلي".

مېرمن ایلس ویلز د جنوبي او منځنۍ اېشیا لپاره د امریکې د بهرنیو چارو وزیر د استازې په توګه خپله دنده په راتلونکو ورځو کې پای ته رسوي، خو د هند او پاکستان په اړه دا خبرې یې په داسې وخت کې کړې چې د دغو دواړو رقیبو هېوادونو تر منځ له تېرو څو اوونیو راهیسې یو پر بل د ډزبندۍ د سرغړونو تورونه دوام لري.

د هندوستان د پوځ‌ مشر منوج کمار نراواني تېره اوونۍ له اې این آی خبري ایجنسۍ سره په مرکه کې تور پورې کړی وو، چې پاکستان د هند تر ولکه لاندې کشمیر کې یوه نوې وسلواله ډله جوړه کړې چې وایي له جیش محمد او لښکرِ طیبه ډلې سره تړاو لري، خو پاکستان یې دا تور په کلکه رد کړی وو.

لښکرِ طیبه ډله د جماعت الدعوه ډلې د مشر حافظ سعید تنظیم وو، چې ورباندې په ۲۰۰۱م کال کې د ممبۍ د بریدونو تور دی او امریکې هغه د نړیوال ترهګر په توګه پېژندلی دی. مېرمن ایلس ویلز پخپله وینا کې د هغه د سزا کېدو هڅې وستایلې:

"زه دغه ګامونه بیرته را ستنېدونکي نه ګڼم خو دا مهم ګامونه دي، هغه که پر حافظ سعید مقدمه او د هغه سزا کېدل دي، که یې اثاثې په ولکه کې اخیستل دي".

مېرمن ویلز پخپله خبرو کې د پاکستان رول ستایلی چې وایي له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو په پرمختګ کې یې تر سره کړی، خو بل لور ته پېنټاګان پخپل وروستي رپوټ کې تور پورې کړی چې پاکستان اوس هم په افغانستان کې د طالبانو د تشدد ملاتړ کوي.

پاکستان د پینټاګان دې تازه تورونه ته څه جواب نه دی ویلی خو مخکې تر دې هم چې امریکې او افغان حکومت ورباندې د طالبانو د ملاتړ او په افغانستان کې د لاسوهنې تورونه پورې کړي نو پاکستان رد کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG