لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: په غورځېدلې الوتکه کې د ۹۷ کسانو مړه کېدو او دوه ژوبلېدو پخلی وشو


په کراچۍ کې د جمعې په ورځ په غورځېدلې الوتکه کې په سورو ۹۹ کسانو کې ۹۷ مړه شوي او دوه ژوبل شوي دي.

د سند صوبې محکمه صحت ويلي، په الوتکه کې ۹۹ کسان سواره وو.

د صحت محکمې ويلي په مړه شوؤ کې ۶۶ جسدونه جناح او ۳۱ سېول روغتون ته وړل شوي دي.

ويل شوي په مړه شوؤ کې د ۱۹ پېژندګلو هم شوې ده.

په کراچۍ کې پرون د جمعې په ورځ د ماسپښين نه وروسته د پاکستان انټرنيشنل ائيرلاين (پي ايي ای) د مسافرو الوتکه غورځېدلې وه.

دغه الوتکه د لاهور نه کراچۍ ته روانه وه چې د کوزېدو نه لږه شېبه وړاندې غورځېدلې وه.

دغه الوتکه د کراچۍ د نړیوالې هوايي اډې سره په جوخته پرته علاقه ماډل کالونۍ کې ګوزاره شوې وه.

د پاکستان پوځ د الوتکې غورځېدو په ځای د ژغورنې د عملياتو په خبر کې هم په پېښه کې د ۹۷ مړو او دوه ژوبلو ويلي دي.

پوځ ویلي ۲۵ اغېزمنه شوي کورونه یې پاک کړي او د غېر پوځي انتظاميې په مرسته يې د دغو کورونو اغېزمن يې نورو ځايونو ته منتقل کړي دي.

د پي ايي ای مشر ارشد ملک ويلي د الوتکې د غورځېدو به سوتره پلټنې کولی شي.

هغه تېر ماسخوتن په کراچۍ کې خبريالانو سره په خبرو کې وویل، دغه الوتکه چې غورځېدلې په تکنيکي توګه په بشپړ ډول خوندي يا محفوظه وه.

هغه ويلي د الوتکې کوزولو دپاره پايلټ کنټرول ټاور خبر کړی او هغه ته د الوتکې کوزولو ويل شوي خو هوايي اډې ته په رسېدو الوتکه بيا چاپېره چورلېدلې ده.

هغه ويلي په دې وخت کې څه شوي دي؟ دا به په الوتکه کې د ريکارډ شوؤ خبرو څخه مالومه شي.

مرکزي حکومت د الوتکې غورځېدو د پېښې د پلټنو دپاره څلور کسيزه کميټي جوړه کړې ده.

کمېټۍ ته لار ښوونه شوې چې زر تر زره خپلې پلټنې پوره کړي او رپوټ جمع کړي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير مایک پمپيو په کراچۍ کې د الوتکې په غورځېدو د خفګان څرګندونه کړې په پېښه کې د مړو او ژوبلو دپاره يې دعا کړې او ويلي يې دي امریکا په دې سخت وخت کې د پاکستان سره ولاړه ده.

افغان ولسمشر اشرف غني هم د پي ايي ای الوتکې په غورځېدو د پاکستان د اولس او حکومت سره غم شريکي کړې ده.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د نړيوالو مشرانو مننه کړې چې تعزيت يې ورسره کړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG