لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

"په کرونا مې هله يقين وشو چې بل تن ته مې وينه ورکړه او هغه د مرګ نه بچ شو"


اعظم علي خان د کرونا وايرس نه ښه شوی دی

"په کرونا وایرس مې په خپله هغه وخت يقين وشو چې په پېښور کې مې ډاکټر ته پلازمه ورکړه او هغه پرې د مرګ نه بچ شو" دا خبره ۲۳ کلن اعظم علي خان کوي څوک چې په کرونا اخته شوی او اوس ترې ښه شوی دی.

د خېبرپښتونخوا د بونېر ضلعې سره تعلق لرونکی ۲۳ کلن ځوان وايي د مارچ په مياشت کې د پنجاب قصور ضلعې ته تبليغ له تللی او هلته د کرونا په وایرس اخته شوی ؤ.

اعظم علي خان وايي د هغه سره يې ورور یاسرعلي خان هم تبليغ له تللی او دواړو ته د کرونا وايرس شوي وو.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې اعظم علي خان وويل "په قصور کې ورته په جومات کې تبه او ټوخی شورو شو او چې کله به سملاستو داسې به یې محسوسوله لکه چې په ملا يې ازغې راختلي وي".

هغه وويل په قصور کې يې معاينه شوې او هلته ۱۸ ورځې قرنطين کړی شوی ؤ.

وروسته چې کله هغه بونېر ته راغلو بيا يې معاينه وشوه او د کرونا وايرس پکې مثبت مالوم شو، له دغې وروسته د ډګر په ضلعي روغتون کې قرنطين کړی شو او د ۱۴ ورځو تېرولو وروسته يې چې بيا معاینه منفي راغله د هغې نه وروسته کور ته راغلو.

هغه زیاته کړه چې "کور ته راغلم لس ورځې بيا حجره کې دېره ؤم کور ته دننه نه تلم او د چا سره مې لاس نه مېلاوهلو".

اعظم علي خان وايي، بيا ورته ډاکټرانو وویل که هغه پلازمه ورکول غواړي چې په کرونا وايرس اخته بل تن ته ولګول شي د هغه ژوند پرې بچ کېدلی شي.

پلازمه هغه وينه وي چې د کرونا وايرس نه ښه شوي تن نه سپينه وينه واخستل شي او په کرونا وايرس اخته بل تن ته ولګول شي، ډاکټران وايي دغه تن پرې ښه کيږي او په پاکستان کې د کرونا په وايرس اخته ناروغانو د دغه لارې علاج کولی شي.

هغه زياته کړه "بيا په خپله خوښه پېښور ته لاړو او هلته یې وينه ورکړه او دغه وينه چې يو ډاکټر ته ولګول شوه څوک چې د کرونا وايرس څخه مرګونی شوی ؤ هغه پرې صحتمند شو".

اعظم علي خان وايي "د دغه وخته پورې هغه په خپله هم په کرونا وايرس يقين نه کولو خو چې ډاکټر د هغه په وينه ښه شو د هغې نه وروسته پرې د هغه یقين وشو چې کرونا وايرس رښتيا دي".

خان وايي ورور ياسرعلي خان يې هم بل تنه ته پلازمه ورکړې ده.

هغه وويل په تبليغ کې ورسره هم ډېرو کسانو کرونا وايرس رښتيا نه ګڼلو باوجود د دې چې ځينې کسان په دې وايرس اخته شوي هم وو.

نوموړی چې اوس ازاد ګرځي وايي ډاکټرانو ورته ويلي چې اوس هغه د هر چا سره مېلاوېدی شي تر دې چې د کرونا په وايرس اخته تن سره هم ليدلی شي.

هغه وويل د قرنطين په وخت ورته کوم خاص دوايي نه ورکول کېده البته په خوراک کې ورته غوښه، چرګ، مېوې او وريژې ورکول کېدې.

خان اوس وايي که څوک د کرونا وايرس نه ښه شوي وي او بل چا ته وینه ورکړي نو د بل انسان ژوند پرې بچ کيږي بايد د کرونا وايرس نه ښه شوي خلک د ډاکټرانو سره مشوره وکړي او د نورو ژوند وژغوري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG