لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: د کوټې غورځېدو په پېښه کې شپږ ماشومان مړه شوي


د قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان په شوا تحصيل کې د يوې کوټې غورځېدو په پېښه کې شپږ کم عمره ماشومان مړه شوي دي، په دې کوټه کې ماشومانو ته دينې زده کړې ورکړی کېدې.

د شمالي وزيرستان انتظاميه د پېښې پخلی کوي چې د کوټې غورځېدو په پېښه کې شپږ ماشومان مړه او اووه نور ژوبل شوي دي.

انتظاميې وي او ای ډيوه ته ويلي دغه پېښه د شوا تحصيل په زبرکوټ علاقه کې رامنځته شوې او کوټه په داسې مهال راغورځېدلې چې ماشومان لګيا ؤ سبق يې ويلو.

ويل شوي سيلۍ راغلې او کوټه يې راغورځولې ده.

د سيمې نه ځايي تن ګلبهار چې دا پېښه يې په خپلو سترګو ليدلې، وايي دا پېښه پرون د نهې/سه شنبې په ورځ رامنځته شوې ده او دغه کوټه چې راغورځېدلې ودانۍ يې کمزورې وه دا کوټه به د جومات او مدرسې په توګه کارېده.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دا کوټه ناڅاپه راغورځېدلې او مړه او ژوبل شوي ماشومان د دوه کورنيو سره تعلق لري.

هغه زياته کړه د کلي خلکو او پوليس بيا د کوټې د ملبې نه مړي او ژوبل ماشومان راويستي دي او ژوبل بيا د هنګو پوځي روغتون ته وړل شوي دي.

هغه دا هم وويل چې په موقع د شپږو ماشومانو جسدونه راويستل شوي او بل بيا په روغتون کې مړ شوی او جسد يې نن کلي ته راوړل شوی دی.

ګلبهار او انتظاميه دواړه وايي يو تن چې دا ژوبل ماشومان يې روغتون ته وړل په لار کې په دغه تن هم د زړه دوره راغلې او ساه یې ورکړې ده.

په قبايلي ضلعو کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم ای) وياند احسان داوړ وايي ادارې د علاقې د مرستيال کمشنر په لاس اغېزمنو کورنيو ته مالي مرستې لېږلې دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د مړ شوي ماشوم کورنۍ ته درې لکه او ژوبل ته يو لک روپۍ مرستې ورلېږل شوي دي.

هغه زياته کړه په قبايلي لرې پرتو علاقو کې دغه رنګ کچه ودانۍ جوړول کيږي او خلک په خپله مرضۍ ودانۍ جوړوي حکومت چې د ودانۍ دپاره کوم اصول جوړ کړي په هغې عمل نه کيږي او دغه کوټه چې راغورځېدلې دا هم کمزورې وه.

هغه وويل زياتره په بارانونو کې دغه رنګ ابادۍ راغورځيږي او اېف ډي اېم ای د دغه ډول ودانيو دپاره حکومت ته سپارښتنه کوي چې د بندوبستي علاقو په څېر په قبايلي ضلعو کې هم کمزورې ودانۍ ختمې کړي کومې چې د انساني زيان سبب ګرځي.

د خېبرپښتونخوا په لرې پرتو او قبايلي ضلعو کې اکثره د تېزو بارانونو، ډېرو واورو کېدو او زلزلو په وخت دغه رنګ کچه د خاورو ګټو جوړې کوټې راغورځيږي او د انساني زيان سره خلکو ته مالي تاوان اړوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG