لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دکرونا وایرس ۷۸۷تازه پېښې ثبت شوي دي،دمړو شمیره ۳۰۰ؤ ته ورسېده


افغانستان کې د یو شواروز په مهال د کرونا ۷۸۷نوې پېښې ثبت شوي دي چې دې سره په دغه هیواد کې تر اوسه د کرونا دثبت شوؤ پېښو شمیره ۱۸۰۵۴ ته رسېدلې ده.

د پنجشنبې په ورځ دافغانستان دعامي روغتیا وزارت پخپل یو بیان کې ویلي چې د یو شواروز په مهال د هیواد بیلابیلو برخو کې په کرونا وایرس اخته شپږ ناروغان مړه شوي چې دې دې سره تر د کرونا دناروغانو دمړینې شمیره ۳۰۰ؤ ته رسېدلې ده.

دعامې روغتیا وزارت وایي چې تر اوسه ۱۵۸۵ ناروغان د کرونا وایرس څخه بیرته جوړ شوي هم دي.

سږکال د اپریل دمیاشتې په وروستیو کې دافغانستان په لویدیز هرات ولایت کې د کرونا وایرس وړومبۍ پېښه ثبت شوې وه اؤ بیا دغه وایرس دافغانستان بیلابیلو سیمو ته خپاره شول .

داپریل په اوومه نېټه دافغانستان دعامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین اندېښنه ښودلې وه چې که دافغانستان خلک دکرونا وائروسو څخه احتیاطي تدابیر په پام کې ونه نیسي نو ښایي ۱۶میلیونه افغانان په دې وائروسو اخته شي.

خو په دې وروستیو کې افغان دولت د کرونا دمخنیوي په خاطر دافغانستان دپلازمینې کابل په ګډون ګڼو مهمو ښارونو کې په فعالیتونو بندیز پځائ کړی ؤ چې څېړونکي وایي دغه بندیز تر ډیره حده افغانستان کې دکرونا وایرس دخوریدو مخه نیولې ده.

دافغانستان په پرتله ددغه هیواد سره په پوله پروت ګاونډي هیواد پاکستان کې کرونا وایرس په چټکټیا سره خوریږي اؤ د نن دپنجشنبې پورې په دغه هیواد کې د کرونا د ثبت شوؤ پېښو شمیره ۸۵۲۶۴ته رسېدلې ده چې دا شمیره په چین کې هم دکرونا څخه داغیزمن شوؤ کسانو څخه لوړه ده.

پاکستان کې تر اوسه ۱۷۷۰کسان په کرونا وایرس مړه شوي اؤ ۳۰۱۲۸له دې ناروغۍ بیرته جوړ شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG