لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شاهد اپریدی:دسیاست اراده نلرم خو الله چې رانه څه کار اخلي په هغې خبر نه یم


دپاکستان دکرکټ دملي لوبډلې په پخواني کپتان شاهد اپریدي دپوځ په مرسته دسیاست پیل کولو له سیوا شوؤ شکونو وروسته هغه په ډاګه کړې چې سیاست ته د ورتلو هیڅ اراده نه لري خو وایي الله چې دهغه څخه څه کار اخستل غواړي دهغې په هکله له اوسه هیڅ نه شي ویلی.

دتیرې څه مودې راهسې پرله پسې په ټولنیزو رسنیو داسې اندازې لګول کیږي چې ګنې شاهد اپریدی دپوځ په مرسته سیاست کولو ته چمتووالی نیسي اؤ بیلا بیل خلک په رسنیو دهغه دپوځیانو سره یوځائ اخستل شوي عکسونه هم خوروي.

شاهد اپریدی پخپلو زیاتره ویناګانو کې دپاکستاني پوځ ستائنې کوي اؤ په خلکو هم ټینګار کوي چې دپوځ اؤ وطن سره باید مینه وکړي.

تیره ورځ کوټه کې د سوداګرۍ داطاق مشرانو ته خپله وینا کې شاهد اپریدي وویل هغه د ولسي ښېګړې کارونه دسیاست دپاره نه کوي اؤ نه هم د سیاست پیل کولو څه اراده لري.

په دې وروستیو کې دشاهد اپریدي یو عکس په ټولنیزو رسنیو خپور شوی ؤ چې پکې لیدل کیږي شاهد اپریدی په زمکه ناست یو ماشوم ته څپلۍ په پښو کوي.

دټولنیزو رسنیو زیاتره فعالینو په دغه عکس بیلابېلې تبصرې کړې وې، چا دا یو دنیکۍ کار بللی ؤ خو چا بیا ځان ښوونه ګڼلې وه اؤ شکونه یې ښکاره کړي وؤ چې ګنې پوځ په راتلونکي کې شاهد اپریدی سیاست ته تیاروي.

په دغه عکس دشوؤ تبصرو په هکله شاهد اپریدي وویل “د یوماشوم له پښې مې غنه وویسته اؤ‌څپلۍ مې ور په پښو کړی چې په هغې راته ډیره خوښي ترلاسه شوه، زما هڅو ته باید سیاسي رنګ ورنکړل شي”

هغه وویل “په کومه ورځ چې مونږ ټول خپلو کې یو شو ،نو دښمن به مو ماتې وخوړي، اوس د زړو خبرو هیرولو اؤ په وړاندې دتګ وخت رارسیدلی دی”

په دې وروستیو کې وي او ای ډيوه سره ځانګړو خبرو کې هم شاهد اپریدي ویلي وؤ ۲۲ کاله یې دکرکټ په نړۍ کې تیر کړل اؤ خلکو ورله ډیره زیاته مینه ورکړې ده اوس هغه غواړي دخپلې خیریه موسیسې دلارې د بې وزله خلکو په ښېګړه راشي.

کله چې ډيوه له شاهد اپریدي وپوښتل ایا دخیر ښېګړې کارونه خو ددې دپاره نه کوي چې سبا لکه دعمران خان دی هم سیاست کې قدم کښیږدي ؟ ښاغلي شاهد وویل هغه یوازې دخدمت په جذبه لګیا دی اؤ‌سیاست ته د راتګ یې هیڅ اراده نشته.

باید وویل شي دپاکستان اوسنی وزیراعظم هم سیاست ته له راتلو وړاندې دپاکستان دکرکټ دملي لوبډلې مشر یا کپتان پاتې شوی ؤ اؤ هغه په ګرد پاکستان کې خپل په میلیونونو مینه وال لرل.

خو اپوزیشن ګوندونه په عمران خان شکونه کوي چې ګنې خپل سیاست دهیواد دپوځ په مرسته په وړاندې وړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG