لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا څخه د مړو شمېره د دوه زرو او اغېزمنو شمېره د يو لک نه سېوا شوه


په پاکستان کې په تېر شوا روز کې د کرونا وايرس څخه نور ۶۵ کسان مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس څخه د مړو شمېره ۲۰۶۷ ته رسېدلې ده.

په ملک کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نورو ۴۷۲۸ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی چې ورسره په ملک کې د کرونا وهلو شمېره يو لک ۳۶۷۰ ته رسېدلې ده.

سرکاري شمېرې ښايي چې په ملک کې ۳۴زره۳۵۵ کسان چې په کرونا وايرس اخته شوي وو صحتمند شوي دي.

کرونا وايرس تراوسه پورې په پنجاب صوبه کې تر ټولو زیات مړي کړي دي.

په پنجاب کې په تېر شوا روز کې نور ۳۲ کسان د کرونا څخه مړه شوي دي. په پنجاب کې د دې وايرس څخه د ټولو مړو شمېره ۷۱۵ ته ورسېده، د اغېزمنو شمېره ۳۸زره۹۰۳ ته سېوا شوې او ویل شوي چې ۸۱۰۹ ترې روغ شوي دي.

په سند صوبه کې په تېر شوا روز کې نور ۱۶ کسان د کرونا وايرس څخه مړه شوي دي. په سند کې د کرونا څخه د مړو شمېره ۶۵۰ ته ورسېده.

په سند کې د کرونا وايرس ۳۸زره۱۰۸ کسانو کې د کرونا پخلی شوی او ۱۸زره۷۷۶ کسان ترې ښه شوي دي.

خېبرپښتونخوا کې د نورو ۱۴ کسانو د مړه کېدو سره په صوبه کې د کرونا څخه د مړو ټوله شمېره ۵۷۵ ته سېوا شوې ده.

په پښتونخوا کې په ۱۳زره۴۸۷ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی او ويل شوي ۳۵۴۲ ترې صحتمند شوي دي.

په بلوچستان صوبه کې د کرونا وايرس څخه ۵۴ په اسلام اباد کې ۵۲ او ګلګت بلتستان کې ۱۳ کسان مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG