لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: ډاکټران ادعا کوي د کرونا ناروغانو دپاره په روغتونونو کې ځای کم شوی


د خېبرپښتونخوا ډاکټران وايي په روغتونونوکې د کروناوايرس وهلو ناروغانو دپاره ځای کم دی خلک په قهر دي که حکومت د ډاکټرانو د تحفظ او ناروغانو د ځای دپاره انتظام ونه کړو، ډاکټران دخلکو د تشدد سره مخامخ کيږي دوی به په احتجاج کولو مجبور شي.

د خېبرپښتونخوا د ځوانانو ډاکټرانو د اتحادیې یا ینګ ډاکټرز اېسوسي ایشن ویره څرګنده کړې چې په تیرو درېو څلورو ورځو کې په کوم حساب د کرونا وايرس وهلو ناروغان سېوا شو، په سرکاري روغتونونو کې ټول کټونه ډک شوي او اوس شخصي روغتونونو کې هم ځایې په کمیدو دی.

د یاد تنظیم عمومي سېکتر ډاکټر اسفندیار بیټنی ډیوه ته وایي خلک دا فکر کوي چې ګنې ډاکټران نه غواړي چې ناروغان په روغتونونو کې داخل کړي او اکثره بيا خلک د صحت د عملې په ضد تشدد ته اړ شي.

دوی د حکومت نه غوښتنه کوي چې په روغتونونوکې دې د کرونا رنځورانو لپاره په کټونو کې اضافه وکړي او په ډوکټرانو د تشدد د مخنیوي لپاره دې د روغتونونو امنیت فوځ ته وسپاري.

خو بل لور ته حکومت وايي دوي د صحت د نړیوال تنظیم د لارښوونو ترمخه د کرونا درملنه او ډاکټرانو ته ټولې حفاظتي اسانتیاوې ورکړي دي.

خو د پېښور د غټ سرکاري روغتون لیډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم خان هم تایدوي چې په تیرو درېو څلورو ورځو کې ناروغان سېوا شوي او وايي په روغتون کې چې کوم ۲۵ د ځانګړې درملنې کټونه دي په هغې کې په ۲۳ باندې د کرونا د رنځورانو درملنه روانه ده.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، دا وخت په روغتون کې ۱۰۵ کټونه د کرونا رنځورانو لپاره ټاکل شوي دي خو که ضرورت پیښ شو نو یوه ورځ کې دا شمېره تر ۲۰۵ کټونو ته سېوا کېدی شي.

بل لور ته بيا ډاکټران وايي که حکومت داسې ګامونه واخلي چې د ضلعو په کچ د کرونا د ناروغانو سمبالولو انتظام وشي د پېښور په غټو روغتونونو به فشار کم شي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په تېر شوا روز کې د کرونا وايرس څخه نور ۶۵ کسان مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس څخه د مړو شمېره ۲۰۶۷ ته رسېدلې ده.

په ملک کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نورو ۴۷۲۸ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی چې ورسره په ملک کې د کرونا وهلو شمېره يو لک ۳۶۷۰ ته رسېدلې ده.

او په خېبرپښتونخوا کې د نورو ۱۴ کسانو د مړه کېدو سره په صوبه کې د کرونا څخه د مړو ټوله شمېره ۵۷۵ ته سېوا شوې ده.

په پښتونخوا کې په ۱۳زره۴۸۷ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی او ويل شوي ۳۵۴۲ ترې صحتمند شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG