لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب د کرونا وايرس له امله ۷۱ جوماتونه تړلي، پاکستان کې هم پوهان د سختۍ کولو سپارښتنه کوي


په سعودي عرب کې په جوماتونو کې د کرونا وايرس مالومېدو وروسته د پاکستان ديني عالمان او ډاکټران وايي، په پاکستان کې هم بايد د نورو ځايونو په څېر په جوماتونو کې هم سختي وشي او خلک د کرونا وبا د مخنيوي دپاره په حکومتي لارښوونه عمل وکړي.

د سعودي عرب د مذهبي چارو وزارت دوه ورځې وړاندې ۷۱ جوماتونه تړلي او ويلي يې دي دغه ګام يې ځکه يې پورته کړی چې په جوماتونو کې د کرونا وايرس پېښې مخې ته راغلي دي، دا خبر د سعودي ګزټ ورځپاڼې خپور کړی.

مذهبي عالم مولانا اسرار احمد مدني وايي، سعودي عرب د کرونا وايرس له امله نه يواځې ۷۱ جوماتونه بند کړي بلکې خانه کعبه يې بنده کړې وه او اوس يې چې په وروستيو کې مسجد نبوي پرانستو نو هم يې د پوره احتیاطي ګامونو (اېس او پيز) پورته کولو وروسته مسجد نبوي پرانستو چې خلک به سېنېټايزر کاروي او فاصله به ساتي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، په پاکستان کې دا مسله ده چې د کرونا وايرس څخه د احتياط کولو په طريقه نه خو څوک په جوماتونو کې نه په بازارونو کې او نه په بل ځای کې عمل کوي چې ځان او نور خلک بچ کړي.

هغه وويل که خلک غواړي چې په جوماتونو کې نمونځونه وکړي نو د حکومت په لارښوونه دې عمل وکړي.

هغه زياته کړه علماؤ د حکومت سره ليدلي او په جوماتونو کې د احتیاط کولو ژمنه شوې نو که اوس د دغه وعدې خلاف ورزي دواړه فريقه کوي نو دا د شرعي حکم او قانون دواړو سرغړونه ده په داسې حال کې بيا حکومت ته اجازت دی چې کارروايي وکړي.

د مردان مېډېکل کمپليکس روغتون ډاکټر جاوېد اقبال وايي، په پاکستان کې په هر ځای کې ښکاره ليدل کيږي چې حکومت د ماسک اچولو، فاصلې ساتلو او ګڼې نه جوړولو او سېنېټايزر کارولو کومه لارښوونه کړې په هغې په يو ځای کې عمل نه کیږي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د بازارونو او جوماتونو ترڅنګ په هر ځای کې ځوانان ليدل کیږي چې ازاد ګرځي نه خو څوک د ماسک اچولو خيال ساتي او نه د فاصلې، بيا په داسې کې دا ځوانان کورونو ته ځي د مشرانو سره مېلاويږي او د مشرانو ژوند د خطر سره مخ کوي.

نوموړی ډاکټر وايي بايد د حکومت په لارښوونه عمل وشي چې هر ځای دې ماسک واچول شي او نور احتياط دې وکړی شي.

هغه زیاته کړه که خلک بې احتیاطي کوي او سختي ونه شوه نو په پاکستان کې چې د کرونا وايرس پېښې ورځ تر بلې سېوا کيږي او اوس داسې حال جوړ دی چې په هر کور کې ناروغان موجود دي او په روغتونونو کې هم ځای نشته، نو دا مرض به د خطرناک حد پورې سېوا شي او څوک به هم نه شي کولی چې دا قابو کړي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس د مخنيوي په لړ کې تبليغي مرکزونه او دینې مدرسې تړل شوي او په جوماتونو کې د نمونځ کولو دپاره لارښوونې شوي خو زياتره د جمعې په نمونځ کې ليدل کيږي چې څوک نه خو فاصله ساتي او نه بل کوم احتیاط کوي.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم ويلي په ملک کې د غربت له امله سخت لاک ډاؤن نه شي کولی خو خلک بايد ماسک واچوي او د حکومت په لارښوونو عمل وکړي په دې لار کولی شو چې ځان او نور د کرونا څخه وژغورو.

په پاکستان کې دا وخت په يو لک ۱۳زره۷۰۲ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او د دې وايرس نه ۲۲۵۵ کسان مړه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG