لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته د بهر هېوادونو څخه ۴۷۹ جسدونه راوړل شوي


د پاکستان د هوايي چلند وزير قامي اسمبلۍ ته ويلي، "د روان کال فرورۍ د میاشتې راهسې د پاکستان قامي ائير لاين (پي ايي ای) ۴۷۹ جسدونه راوړي چې پکې يواځې د سعودي عرب څخه ۱۲۸ جسډونه راوړل شوي دي".

د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه نوموړي وزير غلام سرور خان ویلي په نورو ملکونو کې ۱۱۹ جسدونه اوس هم راوړو ته پاتې دي.

هغه ويلي، دوی به پاتې جسدونه هم راوړي، خو دا خبره نه ده په ډاګه کړی شوې چې دغه جسدونه چې راوړل شوي د مړه کېدو علت يې څه ؤ؟ او کومو کومو علاقو ته دا جسدونه راوړل شوي دي؟.

خان ويلي پي ايي ای په څلورو میاشتو کې په ۲۸۵ الوتکو کې د ۶۰ نه زياتو ملکونو څخه خپل ۵۶زره۸۴۶ هغه وګړي هم راويستي چې نوکرۍ يې ختمې شوې، د ويزو موده يې ختمه شوې، تبليغ له تللي يا ايران او سعودي عرب ته زيارتونو له تللي او ډېر پکې زده کوونکي هم شامل دي.

ويل شوي په دغو خلکو کې زياتره د عرب هېوادونو څخه بيرته راوستل شوي دي.

هغه زياته کړې چې د يوګنډا، سوډان، تنزانيه او نورو هېوادونو څخه يې ۲۰۱۸ تبليغيان راويستلي چرته چې د پي ايي ای د معمول پروازونه هم نشته، د چين د وهان څخه د ۵۵۰ زده کوونکي راوستل شوي او د سعودي عرب، بحرېن، کوېت، متحده عرب اماراتو او ملايشيا سره د نورو ملکونو د جېلونو نه ۱۷۱۲ کسان بيرته راويستل شوي دي.

نوموړي وزير دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې اوس هم د امریکا په ګډون په نورو ملکونو او په ځانګړي ډول عرب هېوادونو کې ډېری پاکستانيان د سوشل ميډيا د لارې وايي دوی غواړي چې بيرته پاکستان ته لاړ شي خو ورسره د پاکستان په حکومت ټکونه کوي چې د بيرته راوستلو دپاره يې هيڅ انتظام نه کوي.

درې ورځې وړاندې عوامي نيشنل ګوند د پاکستان تحریک انصاف په حکومت ټکونه کړي چې په بهر هېوادونو کې کوم کسان مړه شوي د هغو د جسدونو راوړلو دپاره هیڅ انتظام نه دی شوی، د ټکټونو بيعې زیاتې کړی شوي او د سفارش پرته چاته ټکټ نه ورکړی کيږي.

تېره میاشت د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېر پاؤ د هوايي چلند وزارت ته خط ليکلي او ترې يې غوښتي ؤ چې په سعودي عرب کې د خېبرپښتونخوا سره تعلق لرونکو ګېر شوؤ کسانو دپاره دې ځانګړې الوتکې وليږي او پېښور ته دې د دوی د راوستلو انتظام وشي.

هغه تېره میاشت په ليکلي خط کې ويلي ؤ لس زره کسانو د سفارتخانې سره خپل اندراج کړی د چا ويزې چې د کرونا وبا له امله ختمې شوي دي.

پاکستان د کرونا وبا له امله پاکستان د کرونا وایرس د مخنيوي په لړ کې په لمړي ځل د مارچ په ۲۱م نړيوال پروازونه ځنډولي ؤ او د می په ۳۰م نړیوالو پروازونو ته د تلو راتلو اجازت ورکړی شوی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG