لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عارف وزیر کورنۍ اندېښنې څرګندې کړي چې د هغه د وژنې مقدمه د پامه غورځول شوې


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) وژل شوي فعال عارف وزیر کورنۍ وايي، د عارف وزير څلوېښتمه راغله خو د هغه د وژنې په مقدمه کې تراوسه هیڅ پرمختګ نه دی او دوی اندېښنه څرګنده کړې چې ښکاري دا مقدمه د پامه غورځول شوې خو پوليس وايي دا مقدمه یې ځانګړې کړې او انجام ته د رسېدو هڅه يې کوي.

د پي ټي اېم مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزير وايي د تره د زوي عارف وزير د وژنې مقدمه درج شوې، د عارف د وژنې څلوېښتمه راغله خو په دې مقدمه کې هيڅ پرمختګ ونه شو.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل په دې مقدمه کې په پرمختګ نه کېدو دوی اندېښمن دي او اوس ګڼي چې دا مقدمه د پامه غورځول شوې او په دې پېښه کې د ککړو خلکو پرضد خاموشي اختیارول کيږي.

هغه زياته کړه په خپله يې څو ځله د پوليس او انتظاميې سره د دې مقدمې په لړ کې رابطه کړې خو هيڅوک ورته مالوم نه ورکوي چې په دې کېس کې څه پرمختګ شوی، څوک نيول شوي يا بل کوم کوټلی ګام پورته کړی شوي وي.

علي وزير وايي دوی د خېبرپښتونخوا پوليس د مشر (ايي جي پي) ثناالله عباسي په هغه بيان هم اندېښنه څرګندوي چې پکې پوليس مشر ويلي ؤ ښايي د عارف وزير د وژنې سبب د هغه د افغانستان تګ او هلته د رياست پرضد خبرې کول ؤ.

خو وزیر وايي د عارف وزیر د افغانستان د تګ په مهال چې دلته په پاکستان کې د هغه پرضد کومه مقدمه درج شوې چې هغه په کابل کې د پاکستان د رياست پرضد خبرې کړې وې، په دغه مقدمه کې عارف وزیر عدالت ته مخامخ شوی او عدالت بيا په ضمانت خوشي کړی ؤ، نو بيا دا کوم قوتونه دي چې قانون هغه ته ضمانت ورکړو خو دغو قوتونو په خپله هغه ته سزا ورکړه.

وزير زياته کړه پوليس مشرپه خپله د دې پېښې د پلټنو کولو ويلي ؤ خو تراوسه د هغې هم څه خبر مخې ته رانغلو.

په عارف وزير د می په لومړۍ نېټه د (جنوبي وزيرستان غوی خوا کې) د کور سره نزدې وسله وال بريد شوی چې پکې هغه ژوبل شوی او بيا یې په سبا له د اسلام اباد په پمز روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی ؤ.

د عارف وزير د وژنې مقدمه د نامالومو کسانو پرضد درج کړی شوې وه.

د جنوبي وزيرستان د پوليس مشر (ډي پي او) شوکت علي وايي د عارف وزير د وژنې مقدمه يې د ځانګړي کېس په حېث اخيستې او د دې د پلټنو دپاره يې يوه ګډه کمیټي جوړه کړې او هيله لري چې زر به په دغه پېښه کې ککړو لاسونو ته ورسي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل په دغه پېښه کې ځينې مشکوک کسان نیول شوي وو خو د پوښتنو وروسته هغه خوشي کړی شوي ځکه چې په هغو کوم ثبوت نه ؤ ترلاسه شوی چې په دې پېښه کې يې لاس درلود.

هغه وويل دوی دغه مقدمه د پامه نه ده غورځولې دوی پلټنې کوي او هڅه کوي چې د عارف وزير وژونکي زر تر زره د قانون منګولو ته راولي.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين هم د عارف وزیر د څلوېښتمې نمانځلو غږ کړی او ويلي يې دي باید د څلوېښتمې د مراسمو په نمانځلو کې دې د کرونا وايرس څخه د ځان او نورو د بچ کولو پوره پوره خیال وساتي، ماسکونه او دستانې دې واچوي او سېنېټايزر دې وکاروي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG