لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپېښور هائېکورټ مشر قاضي ځان دپاره انصاف غواړي


دپېښور هائیکورټ چیف جسټس یا مشر قاضي ښاغلي وقار احمد سیتهـ دهیواد په ستره کې د درېوؤ قاضیانو ګمارنه چیلنج کړې ده اؤ ویلي یې دي په دې ګمارنه کې د سینیارټي یا زیاتې مودې دماموریت د اصولو څخه سرغړونه شوې ده.

هغه سترې محکمې ته پخپله یوه ورکړې عریضه کې غوښتنه کړې چې باید د زیاتې مودې دماموریت اؤ دقابلیت له مخې هغه دسپریم کورټ دقاضي په توګه وټاکل شي.

خو دپېښور هائیکورټ د وکیلانو داتحادیې مشر اؤ وتلی قانون پوهه ښاغلی لطیف اپریدی بیا وایي چې دپېښور هائېکورټ چیف جسټس زیاتې پرېکړې دپوځیانو دخوښې برعکس کړي دي اؤ دې هیواد کې هرڅه دپوځيانو په خوښه کیږي نو ځکه هغه خوش بینه نه دی چې دمشر قاضي په عریضه به یوه غوره پرېکړه مخې ته راشي.

دلاهور هائیکورټ دپخوانیو قاضیانو قاضي محمدامین،ښاغلي امین الدین خان اؤ ښاغلي سید مظهر علي اکبر نقوي سپریم کورټ کې د ججانو په توګه د ګمارنې په ضد دپېښور هائېکورټ مشر قاضي سپریم کورټ ته قاضي عریضه د هیواد د وتلي قانون پوهه حامد خان په لاس کړې ده.

عریضه کې څه دي؟

دپاکستان د ائین د ۱۸۴(۳)مادې دلاندې سپریم کورټ ته شوې دې عریضه کې دریځ خپل کړی شوی چې دپېښور هائیکورټ مشر قاضي د زیاتې مودې دماموریت اؤ ښه استعداد د اصولو له مخې دسپریم کورټ د جج په توګه د ټاکنې حق لري.

عریضه کې یادؤنه شوې چې ښاغلی وقار احمد سیتهـ په دویم اګسټ ۲۰۱۱م کې دپېښور هائېکورټ مرستیال جج ټاکل شوی ؤ اؤ بیا په ۲۸م جون کال ۲۰۱۸م کې یې دپېښور هائېکورټ دمشر قاضي په توګه لوړه کړې ده.

عریضه کې ویل شوي چې د سترې محکمې دقاضي په توګه د وقار احمد سیتهـ د ګمارنې په لړ کې هغه درې ځله له پامه غورځول شوی اؤ دهغه دریځ هم نه دی اوریدل شوی

عریضه کې غوښته شوې ده چې د زیاتې مودې دماموریت اؤ قابلیت په اساس باید اوس هغه ستره محکمه کې قاضي وټاکل شي.

عریضه کې ویل شوي چې د قاضي محمد امین ،قاضي امین الدین اؤ قاضي سید مظهرعلي اکبر سپریم کورټ کې دججانو په توګه په ګمارنه د ایالتي محکمې د مشرانو قاضیانو د زیاتې مودې ماموریت له پامه غورځول شوی.

سترې محکمې نه غوښتل شوي چې باید دټاکل شوؤ درېوؤ واړو ججانو دګمارنې اعلامیه ناچله وګرځوي اؤ په دغو درېواړو چوکیو دې د ایالتي محکمو مشران قاضیان د زیاتې مودې دماموریت په اساس وګمارل شي.

دقانون پوهانو نظر

دپېښور د ایالتي محکمې د وکیلانو د سازمان مشر ښاغلي لطیف اپریدي ویلي دائین د 175A مادې په اساس حق جوړیږی چې دایالتي محکمو مشران په سپریم کورټ کې دججانو په توګه وټاکل شي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي‌ لطیف اپریدي ویلي کله که دیوې ایالتي محکمې مشر قاضي په ذهني یا بدني توګه ددې وړ نه وي چې هغه باید دسپریم کورټ جج وټاکل شي نو هلته بیا ګشران ججان هم ټاکل کیدای شي .

خو لطیف اپریدی زیاتوي چې دلته کیسه بدله ده “دپېښور هائېکورټ چیف جسټس ډیر تکړه اؤ نه ویریدونکی سړی دی اؤ هغه خپلې ډیرې پرېکړې د پوځیانو دخوښې خلاف کړي اؤ دلته هرڅه دپوځیانو په لاس کې دي”

لطیف اپریدی وایي چیف جسټس وقار احمد سیتهـ کې دځان سره دشوې بې انصافۍ په ضد سترې محکمې ته تللی نو دا یې حق دی خو دلته له دې وړاندې هم دغسې بېلګې شته اؤ ډیرو قاضیانو دځان دپاره ددغسې زیاتیو په ضد قانوني انصاف غوښتی خو نتیجې یې نه دي‌ را وتلي.

هغه ویلي پاکستان کې هرڅه پوځ په لاس کې نیولي ،په سیاست ،پارلیمان اؤ حتی په عدلیه کې هم پوځ خپله مرضي غواړي اؤ دلته چې څوک دپوځیانو پلوي نه وي نو هغه ته انصاف ترلاسه کیدل ډیر ګران وي.

قانون پوهه لطیف اپریدی وایي ترڅو چې دهیواد ټولو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې اؤ دخلکو استازو خپلو کې دپوځ داجاره دارۍ ختمولو یو قامي ترون نه وي کړی ، پوځ به همداسې په سپین سترګۍ سره دهرڅه نه خپې راچاپیره کوي .

خو دپاکستان پوځ بیا ددې تورونو برعکس بیا تل دریځ لرلی دی چې دهیواد په سیاست ،حکومت اؤ عدلیه کې هیڅ رقم لاسوهنه نه کوي اؤ یوازې په مسلکي انداز دهیواد دملي ګټو څخه دفاع کوي.

دقاضي وقار احمد سیتهـ سختې پرېکړې

دپېښور هائیکورټ مشر قاضي تیر کال د دسمبر په میاشت کې پخپله یوه پرېکړه کې دهیواد ائین سره په غدارۍ کولو پخواني پوځي حکمران جنرال(ر) پرویز مشرف ته دمرګ سزا اورولې وه اؤ ددې ترڅنګ یې ویلي وؤ چې که هغه له نیول کیدو مخکې مړ شو نو باید مړی یې تر درېوؤ ورځو په ډي‌ چوک( دپاکستان دپارلیمان مخې ته ) راځوند کړل شي.

د قاضي وقار احمد سیتهـ په دغه فیصله پوځ سختې نیوکې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ دمشرف په اړه پرېکړه کې عدالت دمذهب،انسانیت اؤ تهذیب نه بهر ټکي کارولي دي.

د پېښور هايي کورټ دموجوده چيف جسټس وقار احمد سېټهـ په مشرې کې يو بينچ کال ۲۰۱۸م کې دپوځي محکمو له لوري په سزا دمحکوم کړل شوؤ ۷۰ؤ نه د زیاتو تنانو دوسیې اوریدلې وې او د هغوي سزاګانې يي ځنډولې وې خو وروسته دغه فيصله سپريم کورټ د مرکزئ حکومت لخوا محمکې ته دشوې عریضې د اورېدنې په نتيجه کې ځنډولې وه.

همدا شان په زوره د بې درکه شوؤ کسانو په قضیه کې هم دپېښور هائیکورټ مشر قاضي دپوځ اؤ استخباراتي ادارو په غیرقانوني کړنو سختې نیوکې کړې وې .

قانون پوهان وايي چې له دې وړاندې هم ځېنو ججانو داستخباراتي ادارو پر ضد فېصلي کړېدي خو له دغو فيصلو روستو ياد ججان د ستونزو سره مخ شوې دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG