لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان د۳۴۳۷ اربو روپو دخسارې بجټ کې دفاع دپاره دتعلیم اؤ روغتیا نه زیاتې پیسې بېلې کړل شوي


دصعنتونو اؤ‌ پیداوار وزیر حماد اظهر پارلیمان ته بجټ وړاندې کوي
دصعنتونو اؤ‌ پیداوار وزیر حماد اظهر پارلیمان ته بجټ وړاندې کوي

دمالي کړکیچونو اؤ کرونا وایرس له لاسه د روغتیایي اسانیو دنشتوالي سره مخ دپاکستان دمالي کال 2020-21 دپاره کلیزه بودیجه یا بجټ پارلیمان ته وړاندې کړل شوی چې پکې ددفاع دڅانګې دپاره ۱۲۹۰ اربه روپۍ بیلې کړل کړل شوي دي.

د ۷۷۲کهربو اؤ ۹۵ اربو روپو دا بجټ دجمعې په ورځ دپاکستان دصعنتونو اؤ پیداوار مرکزي وزیر حماد اظهر په داسې حال کې پارلیمان ته وړاندې کړی چې دمخالفو ګوندونو غړو په پارلیمان کې په لوړ غږ په حکومت د اوړو،چینو اؤ‌ پټرولو دپټولو تورونه لګول اؤ حکومت مخالفه شعارونه یې ورکول.

بجټ کې څه دي ؟

د ۳۴۳۷ اربو روپو دخسارې دې بجټ کې لاس ته د راتلونکو پیسو اندازه ۳۷۰۰ اربه روپۍ اؤ دلګښتونو اندازه ۷۱۳۷ اربه روپۍ ښودل شوې ده.

دبجټ ټوله خساره ۳۴۳۷ د جي ډي پی اووه فیصده جوړیږي.

پاکستان کې وړاندې نه سیاستدانان اؤ څېړونکي وایي چې دتعلیم اؤ روغتیا په څېر دمهمو محکمو نه هرکال زیاتې پیسې پوځ ته ددفاع په مد کې بیلولی شي خو دا ځل بیا په بجټ کې ددفاعي څانګې دپاره ۱۲۸۹ اربه روپۍ بیلې کړل شوي دي.

پاکستان چې دګټې وټې مهمه لاره یې کرکیله ګڼل کیږي په نوي بجټ کې دکرکیلې اؤ خوراک دپاره ۱۲ اربه روپۍ بېلې کړل شوي دي.

د روغتیا دپاره په دې کلیز بجټ کې ۳۰ اربه ،دتعلیم اؤ تربیې ۳۰ اربه ،دبرېښنا اؤ انرژۍ دپاره ۸۰ اربه اؤ دځانګړې پنګې په مد کې په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډو کړل شوؤ قبائیلي سیمو دپاره ۵۶اربه روپۍ بېلې کړل شوي دي.

افغانستان دپاره دپاکستان بجټ کې پیسې

اؤ دا شان د ځانکړو مرستو څخه به دوه اربه روپۍ افغانستان اؤ ۱۰ اربه روپۍ په بلوچستان کې هم مصرفولی شي.

پارلیمان ته پخپله وینا کې حماد اظهر ویلي چې په نوي بجټ کې هیڅ قسمه نوي ټیکسونه نه دي لګول شي خو بل لوري ته په ډبل کیبن ګاډو،بهر نه په راغوښتل کیدونکې مشنیرۍ اؤ سګریټو ټیکس سیوا کړل شوی چې ورسره به دهغې بیعې هم لوړیږي.

بجټ کې په این ایف سي ایوارډ دبیا نظر اچونې پرېکړه هم شوې ده اؤ ټولې راټولېدونکې ګڼې اندازه ۶۵۷۳ اربه روپۍ ښودل شوی .

مرکز ته چې کوم ټیکسونه ورټولیږي هغې کې د صوبو برخه ۲۸۷۳ اعشاریه ۷ اربه روپۍ ټاکل شوې .

همدا شان دصعنتونو وزیر ویلي چې بجټ کې ۱۵۰ اربه روپۍ د بې۱۶۰ لکو بې وزله کورنیو دسرپناه اؤ ښېګړې دپاره بېلې کړل شوي دي .

کرونده ګرو ته په ارزان نرخ د تخمونو ورکولو، پورونو دبخښنې اؤ نورو اسانیو دپاره بجټ کې د ۵۰ اربو روپو بیلولو وړاندیز شوی دی.

مخالفې ډلې بجټ ته په څه نظر ګوري؟

دپاکستان په مرکزي پارلمان کې دمخالفو ډلو مشر میا شهباز شریف دا یو ناکامه بجټ بلی اؤ ویلي یې دي یې دي چې دې بجټ کې د ولس دپاره هیڅ نشته

هغه ویلي حکومت خپل ځان نه شي سمبالولی نو نو د۴۹۶۳رابو روپو ترلاسه کولو هدف به څنګه سرته ورسوي؟

هغه ویلي دې بجټ کې د سي پیک پروژه ودرول شوې اؤ بلوچستان پکې له پامه غورځول شوی دی.

دبجټ په بابله خپل یو بیان کې شهباز شریف زیاته کړې ده چې دې بجټ کې دغریبانو بیخ ویستل شوی اؤ له امله به یې ګراني اؤ بې روزګاري نوره هم سیوا کیږي.

دپاکستان مسلم لیګ نواز ګوند یو بل مشر اؤ دخزانې پخواني وزیر احسن اقبال ویلي بجټ څخه دفاټا د انضمان پرمختیايي پنګه ۴۸ اربه روپۍ ویستل شوې کومه چې د تیرکال په بجټ کې شامله وه اؤ دا یو دغندنې وړ عمل دی.

خو دپاکستان د واکمن ګوند تحریک انصاف یو مهم مشر اؤ دقانون پخواني وزیر بابر اعوان بیا ویلي چې خزانه خالي ده،کشمیر سره په ویشونکي پونه جنګي وضعیت دی اؤ پاکستان ته پینځه اربه روپۍ پورونه لنډول هم ورپغاړه دي په دې وخت کې دا یوازې عمران دی چې دنوؤ ټیکسونو پرته یې بجټ جوړ کړو

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG