لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا وبا: سږ‎ کال د روایتي حج کېدو امکان ډېر کم دی، قادري


د پاکستان د مذھبي چارو مرکزي وزیر وایي سږ‎ په روایتي توګه د حج کېدل ګران دي خو د دوی د سعودي عرب د چارواکو سرہ د حج په اړ‎ہ خبرې روانې دي او د ۱۵ جون پورې به دوی (پاکستان) پرېکړ‎ہ وکړ‎ي چې د حج دپارہ کومه پرېکړ‎ہ کوي، په دغه لړ‎ کې دوی دسعودي عرب ځواب ته اوس هم په تمه دي.

د پاکستان د مذھبي چارو مرکزي وزیر نور الحق قادري وایي، د کرونا وبا له امله سږ‎ کال داسې نه ښکاري چې په روایتي توګه حج وشي لکه چې به په عامو کلونو کې د حج مراسم ادا کېدل.

قادري وایي دوہ ورځې وړ‎اندې د پاکستان او سعودي عرب د چارواکو ترمنځ د حج په اړ‎ہ خبرې شوي خو د سعودي عرب حکومت په خپله ھم لا پرېکړ‎ہ نه دہ کړ‎ې او په دغه لړ‎ کې د صحت د نړ‎ېوالې ادارې د کرونا وایرس په اړ‎ہ لار ښوونه ھم مخې ته دہ.

نوموړ‎ي زیاته کړ‎ہ د سعودي عرب حکومت ھم په دې درېو لارو غور کوي چې حج دپارہ د ټولو ملکونو نه د لس فيصدہ په حساب خلک د حجدپارہ را وغواړ‎ي دوېم دا چې په سعودي کې دننه خلک چې ملکیان او بھر ملکیان پکې شامل دي یواځې ھغو خلکو ته د حج اجازت ورکړ‎ياو درېم دا چې په علامتي توگه حج وشي د ټولو ملکونو نه د دوہ سوہ نه تر پینځه سوہ پورې کسان او پلاوي را وغواړ‎ي.

ھغه وویل دوی به په د ۱۵ جون پورې پرېکړ‎ہ وکړ‎ي چې ایا دوی د کرونا وبا په محال په جوړ‎ہ لار ښونه څومرہ عمل کولی شي؟ او په دېکې به په حج راتلونکی خرڅ ھم په نظر کې ساتي چې ښایي دا د پینځه لکه ۶۵زرو نه د لسو لکو پورې سېوا کېدی شي.

د نوموړ‎ي په وېنا ملایشیا، انډونیشیا، ھند، سنگاپور او برونائي پرېکړ‎ہ کړ‎ې چې خپل وگړ‎ي حج ته نه لیږ‎ي.

خو قادري وایي دوی اوس ھم د سعودي عرب د حکومت ځواب ته په تمه دي او د حج پرېکړ‎ہ به د سعودي عرب باچا کوي.

نوموړ‎ی وایي ښایي دوی به د ټولو خبرو په نظر کې د ساتلو سرہ د ۱۵ جون پورې خپله ختمي پرېکړ‎ہ اعلان کړ‎ي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG