لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پروېزخټک پي ټي اېم ته د خبرو بلنه ورکړې، خو علي وزير وايي د مشورې وروسته به ورته ځواب وايي


د پاکستان د دفاع وزير پروېز خټک يو ځل بيا پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ته د خبرو بلنه ورکړې خو د پي ټي اېم مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزير وايي د دوی سره وړاندې هم د مذاکراتو خبرې مخې ته راغلي خو دې ځل له به دوی (پي ټي اېم) خپله مشوره کوي او د هغې وروسته به د پروېز خټک بلنې ته ځواب وايي.

پروېز خټک ويلي د پي ټي اېم مشرانو ته بلنه ورکوي چې په ائين او ټولو لانجمنو موضوعاتو ورسره خبرې وکړي.

پروېزخټک په بيان کې ویلي چې هغه او د پي ټي اېم مشران د خېبرپښتونخوا سره تعلق لري او دوی غواړي چې په ټوله د صوبې د پرمختيا دپاره کار وکړي.

هغه ويلي پښتانه په وطن مئين خلک دي او د ملک د ساتنې دپاره د وینې د قربانۍ ورکولو نه هم ډډه نه کوي.

د پي ټي اېم مخکښ او د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ منتخب استازی علي وزير وايي، دا لمړی ځل نه دی چې د مرکزي حکومت يا خېبرپښتونخوا حکومت د کوم استازي لخوا د پي ټي اېم سره د خبرو کولو ويل شوي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل اول خبره د واک ده چې ايا څوک د دوی سره خبرې کوي هغوی واک لري چې د دوی غوښتنو ته ځواب اووايي او غوښتنې يې بيا پوره کړي.

هغه وويل پي ټي اېم به د خبرو دپاره کميټي جوړوي خپله خپره مشوره به کوي چې په کومو شرطونو د حکومت سره خبرې وکړي او کوم شرطونه يا کومې غوښتنې د حکومت په وړاندې کېږدي.

هغه زیاته پي ټي اېم به هم د خبرو په اړه د خپلې پرېکړې اعلان په خبري غونډه کې وکړي.

پروېزخټک چې د خېبرپښتونخوا اعلا وزیر پاتې شوی ويلي يې دي چې پخوانۍ فاټا چې په قامي چوکاټ کې شامل کړی شوې او دغه قبايلي ضلعې چې په صوبه کې ګډې کړی شوي د دې علاقو خلک د تعلیم، صحت او نورو بنيادي اسانتياؤ په لړ کې د نور ملک څه وروسته پاتې شوي اوس وخت راغلی چې په شريکه د دې علاقې د پرمختیا دپاره کار وکړی شي.

خټک له دې وړاندې هم د روان کال جنورۍ په مياشت کې پي ټي اېم سره د خبرو کولو ويلي ؤ.

هغه په نوښار کې خبري غونډې ته په وېنا کې د پي ټي اېم مشرانو او پارلیماني استازو ته د خبرو د بلنې ورکولو ويلي ؤ چې د تحریک انصاف حکومت د ټولو سره يو ځای تلل غواړي.

د دفاع وزیر پروېز خټک د پي ټي اېم سره د مذاکراتو خبره هغه وخت کړې وه چې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په ۱۲م جنورۍ د بنو په جلسه کې په پښتنو سياسي مشرانو د يو کېدو غږ کړی ؤ، چې د پښتنو د مسلو دپاره يو اتفاق وکړي پي ټي اېم يې ملګرتيا کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ سره له دې وړاندې هم د حکومت په استازيتوب ځینې جرګې او خبرې اترې شوي خو پي ټي اېم وايي د دوی سره د سنجیده خبرو هڅه نه ده شوې او تل پرې وخت تېر کړی شوی دی.

د پروېز خټک د خبرو مخکنې بلنې ته په ځواب کې د پي ټي اېم بل مخکښ محسن داوړ ويلي ؤ، "پي ټي اېم هم د مسلو حل غواړي او د دوی غوښتنې ائيني او قانوني دي او که په قانون عمل وشي نو بيا خبرو ته هم اړتيا نه لري د دوی ټولې غوښتنې پوره دي".

له دې وړاندې د پاکستان پوځ او حکومت په پي ټي اېم د بهر هېوادونو څخه د پېسو اخیستو تورونه لګولي خو پي ټي اېم وايي د غورځنګ پرضد لګول شوي تورونو رد کړي او وايي د تورونو ثبوتونه دې مخې ته راوړل شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG