لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا وبا د مخنيوي په محال د ويکسينو نه کېدو له امله نورې ناروغۍ خورېدی شي، راپور


په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وبا مخې ته راتلو وروسته د عام معمول ټيکې يا ويکسينو کولو کمپاينې د نيمې پورې ځنډېدلي او د پوليو ضد ويکسين پينځه کمپاينې هم نه دي شوي، ډاکټران وايي د ټيکو او ويکسينو نه کېدو له امله به تر ټولو زياتې امېندوارې ښځې او ماشومان سخت اغېزمن شي.

د مردان ضلعې روغتون ډاکټر نور اکبر وايي د عام معمول ټيکې او ويکسين چې حامله ښځو ته او وړو ماشومانو ته کولی شي کوم چې د کرونا وبا له امله ځنډېدلي د دې ټيکو او ويکسينو نه کېدو سختې اغېزې به په نوؤ پېدا کېدونکو او وړو ماشومانو وي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو ډاکټر نور اکبر وويل، که حامله ښځو ته کېدونکې ټيکې په ټاکلي وخت ونه شوې نو يو دا چې د دې له امله د وخت نه مخکې د ماشومانو زېږېدنې کېدی شي او دوېم دا چې په پېدا کېدونکو ماشومانو به یې سختې اغېزې وي.

نوموړی زياتوي دغه اغېزې به د مختلفو مرضونو لکه د تور زيړي، شري، توره پوښله (تور ټوخي)، ټي بي، دستونه، پوليو، سرسام (ګردن توړ بخار)، نمونيا، ګوزن، اېنپلوينزا ناروغو سبب ګرځي.

په خېبرپښتونخوا کې د ټيکو يا ويکسينو د پروګرام د صوبې مشر ډاکټر محمد سليم وايي د کرونا وبا له امله د دوی د ټيکو د کمپاينو عمل د نيمې پورې ځنډېدلی دی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل د دوی کوم کار کوونکي چې د ويکسينو او ټيکو په عمل کې بوخت وي د هغو ۶۰ فيصده کار کوونکي د کرونا وبا ضد عمل کې په کار کړی شوي دي.

هغه وويل د جنورۍ او فرورۍ په مياشتو کې د دوی د معمول کمپاينې يا د ټيکو عمل سم روان ؤ خو د مارچ، اپرېل او می په مياشتو کې د دوی د ټيکو او ويکسينو عمل ودرېدلی ؤ.

هغه زياته کړه اوس دوی په دې کار کوي چې د دې جون د میاشتې راهسې د ټيکو او ويکسينو د بيا پېل کولو هڅې تندې کړي او هیله څرګندوي چې د ټيکو يا ويکسینو عمل بيرته په ځای کړي.

د امریکې نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپل يو خبر کې ويلي چې د کرونا وبا په محال د غريبو يا مخ په ترقۍ هېوادونو کې د عامو ويکسينو يا ټيکو عمل اغېزمند کېدی شي.

د خبر ترمخه د صحت نړيوالې ادارې او يونيسف ويلي په راتلونکو ورځو کې کرونا وبا سېوا کېدی شي او که ماشومان د ويکسينو دپاره رايوځای کېږي د کرونا سره مخ کېدی شي خو د دې ترڅنګ د کرونا وايرس له امله د ويکسينو ملکونو ته رسېدل هم اغېزمن شوي او حکومتونو خپل د صحت کار کوونکي د کرونا ضد کمپاين کې په کار کړي دي.

په ياد خبر کې دا هم ويل شوي چې په ۳۰ هېوادونو کې د پوليو وايرس په نوي شکل کې هم مخې ته راغلي دي.

د دې ترڅنګ په خبر کې زياته کړی شوې چې په ۲۹ هېوادونو کې د شري نه د بچ کېدو دپاره د ويکسينو يا ټيکو کمپاين هم ځنډول شوی دی.

ورځپاڼه وايي که د شري ضد ويکسين ونه شو روان کال د دې رنځ څخه ۱۷۸ ملينه کسان اغېزمن کېدی شي.

په وروستيو کې د بل او ملنډا ګېټس فاؤنډېشن شريک مشر بل ګېټس د پاکستان د پوځي مشر جنرل قمر جاوېد سره په پاکستان کې د پوليو ناروغۍ په سر ټيلیفوني خبرې کړې وې.

پوځي مشر جنرل باجوه ويلي، باجود د کرونا وبا د حکومت د مرستو په لړ کې پوځ تياری کوي چې په راتلونکو اوونيو کې د پوليو وايرس ضد کمپاين بيا روان کړي.

د پوځ په بيان کې ويل شوي ؤ جنرل باجوه د بل ګېټس فاؤنډېشن مننه کړې چې د پاکستان او اولس د صحت دپاره ګامونه پورته کوي او دوی به تل دغه اقدامات ستايي او ملاتړ به يې کوي.

بل ګېټس او جنرل باجوه په پاکستان کې د پوليو خاتمې په سر خبرې په داسې حال کې کړي چې په پاکستان کې روان کال تراوسه پورې د پوليو ۵۱ پېښې رپوټ شوي دي.

تېر کال په ۲۰۱۹م کې په پاکستان کې د پوليو ۱۴۶ پېښې مخې ته راغلې وې.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG