لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له چین سره د پولې پر سر د شخړې په نتیجه کې 20 هندي پوځیان وژل شوي


واشنګټن ـــــ د هندوستان پوځ په یوه بیان کې ویلي چې له چین سره پر خپله ګډه لانجمنه پوله یې له چینایي ځواکونو سره شخړه شوې چې وايي په نتیجه کې یې د یوه پوځي افسر په ګډون 20 هندي پوځیان وژل شوي دي.

د هند او چین تر منځ د همالیه پولې پر سره لانجه په تېره یوه میاشت کې زیاته شوې، چې له کبله یې دواړو غاړو ته زرګونه پوځیان ځای پر ځای کړل شوي دي.

هند نن د نهې- سه شنبې په ورځ وختي ویلي وو، چې درې پوځیان یې وژل شوي خو اوس یې په تازه بیان کې ویلي، چې په نښته کې یې ګڼ شمېر پوځیان ټپیان شوي هم وو، چې وایي په هغوی کې 17 نور هم مړه شوي دي.

هندي پوځ وایي له چینایي ځواکونو سره یې شخړه د ګل- دوشنبې په شپه د لداخ سیمې په ګلوان دره کې شوې ده، چې وایي چینایي ځواکونو ته یې هم مرګ ژوبله ور اړولې، خو چین تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د چین او هند تر منځ د پولې پر سر شخړه له ۱۹۶۲م کال راهیسې روانه ده خو د هندي پوځ په وینا له ۱۹۷۵م کال را وروسته په تېرو ۴۵ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د دواړو هېوادونو د پوځونو تر منځ په جګړه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اې پي خبري ایجنسۍ د خبر له مخې دا مهال د دواړو هېوادونو پوځي چارواکي په دې بوخت دي چې شخړه پای ته ورسوي.

چین پر هندي ځواکونو تور لګولی چې وایي له پولې پورې غاړې یې د دوی پر ځواکونو "جګړه پاروونکی برید "کړی او دا یې د دواړو غاړو تر منځ د مخ په مخ د شدیدې جګړې سبب بللی.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاو لیجیان له هندي ځواکونو سره په جګړه کې خپلې غاړې ته د اوښتي ځان زیان تفصیل نه دی ورکړی خو د نهې- سه شنبې په ورځ‌ یې ویلي، برسېره پر دې چې د خپلې لانجمنې او د زیات پوځ په ولکه کې لوېدلې پولې پر سر "امن او ارامۍ" ته ژمن دي هندوستان ته یې د برید له کبله سخت احتجاج کړی دی:

"څه چې ټکان ورکوونکې خبره ده هغه دا ده چې د جون پر ۱۵مه هندي ځواکونو د دواړو غاړو له همږغۍ او اتفاقه شدیده سرغړونه وکړه، دوه ځله تر پولې را واوښتل او پر چینایي ځواکونو یې ناتاره بریدونه وکړل".

د هند حکومتي چارواکو لا په رسمي توګه د دې شخړې په اړه څه نه دي ویلي او نه دا څرګنده ده چې درې هندي پوځیان څنګه وژل شوي، خو دوو هندي امنیتي چارواکو اې پي خبري ایجنسۍ ته ویلي چې د دواړو غاړو د پوځیانو تر منځ لومړی د سوکانو جګړه شوې او یو بل یې په کاڼو ویشتلي چې وایي دا د مرګ ژوبلې سبب شوې. دواړو د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي چې د چینایي او هندي ځواکونو تر منځ ډزې نه دي شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG