لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په کرونا وایرس د مړو شوؤ کسانو شمیره ۳۰۰۰ څخه واوښته


پاکستان کې د تیر یوشواروز په مهال نور ۱۱۸کسان د کرونا وایرس دلاسه مړه شوي دي چې دې سره په دغه هیواد کې په کرونا د اخته ناروغانو دمړینې شمیره درې زره اؤ ۸۳ته رسېدلې ده.

پاکستان کې دکنټرول اؤ عملیاتو دملي مرکز دشمیرو له مخې په یو شوارزو کې دهیواد په بیلابیلو برخو کې دکرونا وایرس پینځه زره اؤ ۳۵۸نورې پېښې ثبت شوي دي.

دغه مرکز وایي دا مهال په ګرد هیواد کې د کرونا دایرس یولک ،۶۰زره اؤ ۱۱۸ پېښې ثبت شوي دي اؤ ۵۹زره ۲۱۵کسان له دې ناروغۍ بیرته جوړ شوي دي.

دکرونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې پنجاب ایالت کې ثبت شوي چې شمیره کیې ۶۰زره اؤ۱۳۸ ده اؤ بیا ورپسې په سندهـ کې ۵۹زره اؤ۹۸۳پېښې مخې ته راغلي دي.

همداشان خیبر پښتونخوا کې ۱۹زره ۶۱۳،بلوچستان کې اته زره اؤ۷۹۴،اسلام اباد کې نهه زره ۶۳۷،ګلګت بلتستان کې یو زر اؤ۲۱۴ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې ۷۴۰ دکرونا وایرس پېښې ثبت شوي دي.

پنجاب کې دې وایرس باندې ۱۲۰۲،سندهـ کې ۹۱۶،خیبر پښتونخوا کې ۷۵۵،اسلام اباد کې ۹۴،ګلګت بلتستان کې ۱۸،بلوچستان کې ۹۳اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې ۱۵کسان مړه شوي دي.

دپاکستان حکومتي چارواکو اندېښنه ښودلې ده چې که په دومره چټکتیا سره د کرونا وایرس خوریدو لړۍ دوامداره پاتې شي اؤ خلک احتیاط ونکړي نو د جولایي دمیاشتې نیمایي پورې د کرونا د ناروغانو شمیره ۱۲ؤ لکو ته لوړیدای شي.

د وایرسو د خوریدو دا لړۍ دمئ په میاشت کې وروسته له هغې چټک شوې چې حکومت پرځائ کړل شوي ټول بند کې نرمښت اعلان کړو .

اوړمه ورځ دپاکستان حکومت یو ځل بیا دهیواد بیلابیلو ایالتونو کې ۲۰ستر ښارونه د کرونا د خوریدو په لړ کې خطرناک بللي وؤ اؤ هلته یې دټیټې کچې د ټول بند اعلان کړی .

په دغو ښارونو کې دخیبر پښتونخوا پېښور، مردان، سوات اؤ ملاکنډ سیمې هم شاملې دی.

پاکستان کې دمخالفو سیاسي ګوندونو مشران د کرونا وایرس دلړۍ چټک کیدو ذمه وار حکومت ګرځوي اؤ وايي کله چې دا وایرس زیات نه ؤ خور شوی نو حکومت لاک ډاؤن پځائ کړو خو کله چې وایرس په چټکتیا سره خور شو نو لاک ډاؤن یې نرم کړو

خو حکومت وایي چې د هیواد کمزوری معیشت دسخت لاک ډاؤن د زغملو توان نه لري اؤ ولس ته به پخپله احتیاط کول وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG