لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان سره د شمالي وزيرستان د غلام خان بندر لاره پرانستل شوه خو سوداګر بيا هم شکايت کوي


د پاکستان د قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان نه د افغانستان سره د غلام خان بندر د سوداګرۍ لار چې د تېرو څو کلونو راهسې زياتره تړلې پاتې شوې نن بيا پرانستل شوه خو سوداګر وايي دوی په پوله د تګ راتګ په مهال اوس هم د ستونزو سره مخ پاتې کړی شوي دي.

د غلام خان بندر لار چې د کرونا وبا په مهال د پاکستان حکومت د مارچ په میاشت کې تړلې د سيمې خلکو په ځانګړي ډول د شمالي وزيرستان او د افغانستان د خوست ولايت سره تعلق لرونکو خلکو بيا بيا د دې لار د خلاصولو غوښتنه کوله، او ويل يې نه يواځې د شمالي وزیرستان او خوست بلکې د دې نه چاپېره پرتو علاقو ټول روزګار د دې لارې سره تړلی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې د غلام خان بندر د لارې پرانستلو ويلي ؤ چې د تورخم او چمن وروسته نن د ګل/ دوشنبې د ورځې (22جون) څخه به د غلام خان بندر لار هم د سوداګرۍ دپاره پرانستلی شي.

د شمالي وزیرستان د سوداګرو مشر شاه ولي خان وايي د غلام خان د لارې پرانستل د سيمې د خلکو دپاره د خوشحالۍ خبر دی خو وايي که دواړه هېوادونه وکړي چې سوداګرو ته دواړو هېوادونو ته د تلو راتلو اجازه ورکړي، د دوی دپاره ځانګړي کارډونه يا اسناد جوړ کړي، دواړه هېوادونه سوداګرو ته بېنکونه جوړ کړي او درېم دا چې د کسټم په لړ کې ورته اسانتیا جوړه کړي کنه د لارې پرانستل د خلکو په ګټه نه تماميږي.

خو د شمالي وزيرستان يو سوداګر حاجي اخترجان وايي د ضرب عضب د عملياتو راهسې چې د غلام خان بندر لار د ډېرې مودې پورې تړلې بيا کله پرانستې او کله بنده پاتې شوې دوی له دې امله د اربونو روپو پورې تاوان سره مخ شوي دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل دوی د غلام خان بندر د لارې په پرانستو د پاکستان د حکومت مننه کوي خو وايي دوی ته يې ورسره دا مشکل جوړ کړی چې په پوله به ګاډو ته ډرائيوران بدلول کيږي نو دوی به څنګه وکړی شي چې د سامان ډک ګاډی بل ډرائيور ته وسپاري.

هغه وويل په خپله د سبزۍ، مېوې او کويلې کاروبار کوي خو د غلام خان په لار دوی ته د تګ راتګ يا اېمګرېشن اجازه نشته بايد سوداګرو ته د پولې دواړو غاړو ته د تګ دپاره د تورخم او چمن په څېر اسانتياوې هم برابرې کړی شي.

د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داړو وايي په اسمبلۍ کې يې د غلام خان د لارې په بشپړ ډول پرانستو خبره راپورته کړې ځکه چې دغه لار د ټولو نه اسانه او لنډه لار ده چې سوداګر پرې د افغانستان سره هر وخت په ازاده او اسانۍ سره کاروبار کولی شي خو اوس چې لار پرانستل کيږي نو ورسره خنډان جوړول کيږي او هغه بيا دعوی کوي چې د يوې منصوبې لاندې د دې خلکو کاروبار ښه کېدو ته نه پرېښودی کيږي ځکه ورته اسانتياوې نه جوړول کيږي.

د جمعې په ورځ په پاکستان کې د افغانستان سفير عاطف مشعل ويلي ؤ د پاکستان د وزيراعظم د سوداګرۍ په برخه کې سلاکار عبدالرزاق داؤد سره يې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د تړون (APTTA) او دواړو هېوادونو د سولې او همبستګۍ د عملي کاري پلان (APAPPS) لاندې خبرې وشوې او د غلام خان د لار يې د ټرانزټ دپاره پرانستلو ويلي ؤ.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG