لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کراچۍ کې د الوتکې غورځېدو زمه وار پايلټان او د کنټرول عمله ده، لومړی رپوټ


د پاکستان د هوابازۍ وزير وايي په کراچۍ کې د (پي ايي ای) د غورځېدلې الوتکې د لومړي پلټنيز رپوټ ترمخه د الوتکې د غورځېدو زمه وار پايلټان او د کنټرول عمله ده، د پايلټانو پام په پرواز او کوزېدو نه ؤ او کنټرولر ورته ځينې سم مالومات هم نه دي رسولي.

د هوابازۍ وزير غلام سرور خان نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ قامي اسمبلۍ ته د الوتکې غورځېدو لومړی پلټنيز رپوټ وړاندې کړو او وی يې ويل په کراچۍ کې غورځېدلې د مسافرو الوتکه د الوتنې دپاره په بشپړ ډول برابره وه هيڅ ډول تکنيکي ستونزه يې نه لرله.

په 22م مې د لاهور نه کراچۍ ته تلونکې الوتکه د کراچۍ د هوايي اډې سره جوخته په ابادۍ غورځېدلې او د عملې په ګډون سواره 97 کسان پکې مړه شوي او دوه پکې روغ پاتې شوي وو.

د غورځېدلې الوتکې په اړه نوموړي وزير وويل، د کرونا وبا له پروازونه بند ؤ په اوومه مې دې الوتکې لومړی پرواز کړی او په 22م مې دا الوتکه د پېښې ښکار شوه په دې مينځ کې دې الوتکې شپږ الوتنې کړې وې، پينځه ځله د لاهور او کراچۍ ترمنځ او يو ځل يې د شارجې پرواز کړی ؤ.

غلام سرور خان وويل د الوتکې کپتان او مرستيال پایلټ يې په طبي توګه د الوتکې چلولو دپاره روغ رمټ ؤ.

هغه زياته کړه د ابتدايي پلټنیز رپوټ ترمخه پايلټ په اخري ځل د څه قسمه تکنيکي خرابۍ څه نه دي ويلي چې کومه تکنيکي ستونزه لري.

هغه وويل چرته چې الوتکه کوزيږي د (رن وی) نه لس ميله لرې الوتکه په دوه نيم زره فټه هوا کې اوچته پکار وه خو د رپوټ او ریکارډ ترمخه دغه وخت الوتکه اووه زره 500 فټه په هوا کې اوچته وه.

هغه وويل دا لومړۍ بې نظمي وه او کنټرولر درې ځله د پايلټ پام دې پله راړولی چې هغه اوس هم په هوا کې بره دی الوتکه دې نه کوزوي بل چکر دې ولګوي خو پایلټ د کنټرولر خبره د پامه غورځولې ده.

هغه زياته کړه دا خبرې ټولې په ريکارډ دي چې لس ناټيکل ميله لرې د الوتکې د کوزېدو ګېر لګول شوی او بيا پينځه ناټيکل میله لرې دا ګېر بره کړی شوی دی.

سرور خان دا هم وويل چې د کوزېدو د ګېر پرته الوتکه درې ځله د رن وی نه تمبېدلې او د درې زرو نه تر څلورو زرو فټه پورې الوتکه په رن وی راښکل شوې او بيا يې اوچته کړې او هيڅ لارښوونه ورته نه ده شوې دلته کوتاهي د کنټرول او پايلټانو دواړو نه شوې ده او بيا چې الوتکه پورته شوې انجن يې اغېزمن شوی ؤ.

هغه وويل بيا چې الوتکه اوچته شوې په سم حالت کې د کوزېدو نه وړاندې په ابادۍ غورځېدلې ده او د ابتدايي پلټنيز رپوټ ترمخه د الوتکې پايلټ او کنټرولر دواړو مروجه طريقه نه ده خپله کړې.

هغه وويل د کاک پټ چرته چې د پايلټانو خبرې ريکارډ شوي او د پايلټانو ترمنځ خبرې شوي هغه ټولې خبرې د کرونا وايرس په اړه شوي او د دوی ټول پام په کرونا وايرس ؤ په الوتکه چلولو یې نه ؤ.

سرور خان وويل د الوتکې د غورځېدو بشپړ رپوټ به په يو کال کې مخې ته راشي پایلټان چې د پېښې زمه وار دي مړه شوي دي خو څوک چې ژوندي دي او په پېښه کې ککړ مالوم شو، د هغو سره به قانوني چلند کيږي.

XS
SM
MD
LG