لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آی ام اف: نړیوال اقتصاد به ۴.۹ فیصده راښکته شي


واشنګټن – نړیوالې مالي ادارې (آی ام اف) د شورو یا چهارشنبې په ورځ اټکل وکړ، چې د نړۍ اقتصاد به ۴.۹ فیصده راښکته شي او دا د دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې تر ټولو زیات کمېدل دي.

آی ام ف د لومړي ځل لپاره آټکل کړی چې په ټولو سیمو کې به په ۲۰۲۰ کال کې اقتصادي وده منفي اړخ ته وي.

د یادې ادارې لخوا په خپور شوي راپور کې راغلي، چې په امریکا کې به د کورنیو تولیداتو کچه اته فیصده ښکته. شي او دا د اپرېل د میاشتې له اټکل څخه هم ښکته ده ځکه هغه مهال ویل شوي وه چې دا کموالی به ۵.۹ فیصده وي.

په رپوټ کې راغلي دي، چې په ۱۹ هېوادونو کې چې یورو کارول کېږي اقتصادي وده ۱۰.۷ فیصده راکمه شي.‌

همدارنګه د راپور له مخې، روسیه او سعودي عربستان چې د تېلو له سترو تولیدونکو هېوادونو څخه دي هم اقتصاد په ترتیب سره ۶.۶ او ۶.۸ فیصده راښکته شي.

ددې ترڅنګ هندوستان به ۴.۵ فیصده اقتصادي په شا تګ وکړي او د لاتینې امریکا په دوو اقتصادي هېوادونو برازیل او مکسیکو کې به اقتصاد ۹.۱ او ۱۰.۵ فیصده راښکته شي.

د آی ام اف په راپور کې که څه هم د ټولو سیمو د اقتصادي ودې د کمېدو راغلي خو په چین کې به په ۲۰۲۰ کال کې اقتصادي وده یو فیصد وي.

آی ام اف دا آټکل هم کړی چې د نړۍ اقتصادي وده به په ۲۰۲۱ کال کې ۵.۴ فیصده بېرته ښه شي که په نړۍ کې د کورونا دوهمه څپه رانشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG