لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دعامر تهکالي پېښه:پېښور کې قهرژن احتجاجونه شوي،دصوبې دپولیسو مشر محکمې ته وربلل شوی


پېښور کې دپولیسو په لاس د یو پښتون ځوان عامر تهکالي نه دپرتوګ ویستل کیدو په ضد نن ګڼ شمیر مدني فعالانو،طالبعلمانو اؤ د ژوند دبیلابیلو تپو سره تړاؤ لرونکو خلکو دقهره ډک احتجاجونه کړي اؤ ځائ پځائ دپولیسو اؤ مظاهره چیانو ترمنځ نښتې شوي دي.

پاریدلو مظاهرینو په پولیسو کاڼي اؤ پولیسو پرې اوښلن ګازونه ورولي دي.

په عین حال کې دخیبر پښتونخوا پولیسو مشر ډاکټر ثناء الله عباسي اؤ دپېښور سي سي‌ پي او د زیارت په ورځ پېښور هائیکورټ ته وربلل شوي اؤ دهائيکورټ‌ جج قیصر رشید د پولیسو په مشر غږ کړی چې په دې قضیه کې باید دخپل پيټي بند د بچ کولو نه په ډډې کولو اغیزمن شوي تن ته انصاف ورکړي.

دعامر تهکالي په نوم یو تن چې په پولیسو پسې یې په سوشل میډیا کنځلې کړې وې د روانې اوونۍ په پیل کې دپولیسو لخوا نیول شوی ؤ اؤ دچهارشنبې په ورځ په ورځ‌ یې دپولیسو په ولکه کې جوړې شوې لوڅې ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې وې.

ددغو ویډیوګانو په خپریدو په ټولنیزو رسنیو سیاسي اؤ مدني فعالانو سخت غبرګون ښودلی ؤ چې دهغې له کبله دخیبر پښتونخوا صوبې وزیراعلي محمود خان ددې پېښې خبر اخستی ؤ اؤ دپېښې دپلټنو دپاره یې یوه کمیټه اعلان کړې وه.

دپېښور ایس ایس پي ګوښه

دپېښور دپولیسو مشر یا ایس ایس پي ددې پېښې له امله د چهارشنبې په شپه دخپلې دندې څخه لرې کړل شوی اؤ پولیس وایي‌ هغه درې پولیس یې نیولي اؤ په ضد یې مقدمه درج کړل شوې چې د عامر تهکالي نه یې لوڅه ویډیو کړې وه.

عامر تهکالی چې مشران یې دافغانستان څخه پېښور ته څو لسیزې وړاندې راپه کډه شوي،دهغه ورور بلال وي او ای ته ویلي چې پولیسو عامر نه په لوڅه ویډیو کولو دهغوئ ټوله کورنۍ رسوا کړې ده اؤ هغوئ اوس چا سره د سترګو لګولو جوګه نه دي پاتې شوي.

دپلټنو په کمیټه دعامر د ورور بې باوري

ښاغلي بلال دحکومت لخوا ددې پېښې دپاره دپولیس ډي ایي جي په مشرۍ جوړه شوې کمیټه رد کړې اؤ غوښتنه یې کړې ده چې باید دا پېښه د عدالتي کمیشن دلارې وڅېړل شي.

عامر تهکالي سره دپولیسو لخوا دشوي چلند په ضد نن دپېښور سړکونو ته په سلګونو مدني فعالان، طالبعلمان اؤ دژوند د نورو مدونو سره تړاؤ لرونکي خلک وتلي وؤ اؤ دپولیس په ضد یې کلک شعارونه ورکول.

دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته دپاریدلو مظاهره چیانو اؤ پولیسو ترمنځ نښتې هم شوي اؤ په دغه موقعه پولیسو په مظاهره چیانو اوښلن ګازونه اؤ مظاهره چیانو په پولیسو کاڼې ورولي دي.

دنښتو په مهال لا د کوم ځاني زیان اطلاع مخې ته نه ده راغلې.

دغو پارلیدلو مظاهره چیانو هم غوښتنه کوله چې پولیس دې دپښتنو دناروا وژنو اؤ ځورونو څخه لاس واخلي اؤ د عدالتي کمیشن دلارې باید دعامر تهکالي سره دشوي زیاتې پلټنې وکړل شي.

هائیکورټ ته دصوبې دپولیسو دمشر ورغوښتل

په عین حال کې پېښور هائیکورټ دخیبر پښتونخوا دپولیسو مشر ډاکټر ثناء الله عباسي اؤ دپېښور سي‌سي پي اؤ محکمې ته بللي اؤ له هغوئ یې پوښتنه کړې چې دپولیس لخوا د اولس سره دا څه روان دي؟

دصوبې دپولیسو مشر محکمې ته ویلي چې دپېښې له امله دپېښور ایس ایس پي ،د اړونده تاڼې ایس ایچ او ،یو ټاڼېدار اؤ دوه سپاهیان معطل کړل شوي اؤ پلټنې هم روانې دي چې په سرته رسیدو به یې بشپړ انصاف کولی شي.

دپېښور هائیکورټ جج ښاغلي قیصر رشید ویلي چې دې پېښې د انسانیت بنیادونه خوځولي اؤ باید اوس داسې پلټنې ونه کړل شي چې د پېښې ذمه وار خلک پکې سپین وخیژي بلکې ښکاره انصاف په نظر راتلل پکار دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG