لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عامر تهکالي دپاره خودرو احتجاجونه د پښتنو ځوانانو د بېدارۍ غمازي کوي، پوهان وايي


د سیاسي چارو کار پوهان وايي عام اولس چې د بدامنۍ او لاقانونيت سره مخ وي، عزت يې خوندي نه وي، بنيادي حقونه يې تروړل کيږي نو هم داسې به کیږي چې خلک به اوس په خپله راووځي احتجاجونه او تپوس به کوي.

په پېښور کې د عامر تهکالي په پېښه د خېبرپښتونخوا په بېلابیلو علاقو کې د احتجاجي مظاهرو په اړه سياستوال افراسياب خټک وايي، عام اولس د هر ډول مشکلاتو سره مخ دی او په خېبر پښتونخوا کې د خلکو د صبر پېمانه راډکه شوې ده.

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د عامر تهکالي پېښه په خپل ځای او خلکو پرې احتجاج وکړو خو خلک هسې هم راتنګ شوي ګراني، بې روزګاري او اقتصادي مشکلات دي، په خېبرپښتونخوا کې دې حکومت په اته کاله موده کې هيڅ ونه کړه.

هغه وايي دا خودرو احتجاجونه چې زيات پکې ځوانان ؤ دا د دې خبرې غمازي کوي چې يو څه را روان دي او يواځې په خېبرپښتونخوا کې نه، بلکې په ټول ملک کې به خلک د دې حکومت خلاف سياسي پاڅون وکړي خو چې لږ د کرونا دا ويره کمه شي او موسم ښه شي.

د پېښور پوهنتون د سيمه ييزه زده مطالعې مرکز ايريا سټډي سنټر پخوانی مشر ډاکټر سرفراز خان وايي د پښتنو په سیمه کې د ژوند د بنيادي حقونو چقول ډېر سېوا شوي دي خلک غايب کيږي، وژل کيږي او دا لکه چې عزت لوټ کيږي او د خلکو ناامېدې ډېره سېوا شوې ده، خو په پښتنو کې پوهه ځوانان مخې ته راغله چې په خپلو حقونو خبر دي او بيا ښکاري چې د سياسي ګوندونو نه ناامېده شو نو په خپله راووتل او خودرو احتجاج يې وکړو.

ژورنالسټ محمود جان بابر وايي په ګرانۍ سېوا کېدو، په تېلو نه مېلاوېدو، د بجلۍ په لوډشيډنګ او داسې څيزونو خلک په سړکونو راونه وتل خو چې کله د عزت خبره مخې ته راغله نو خلک راووتل په عزت يې سودا ونه کړه ځکه په خېبرپښتونخوا کې د عامر تهکالي په پېښه احتجاجونه وشو.

افراسياب خټک وايي دا تازه احتجاجونه چې کومې سياسي ډلې يا بل کوم تنظیم یې مشري نه کوله، دا لمړی ځل نه دی په کال 1968م کې په پاکستان کې زده کوونکو د جنرل ايوب خان پرضد تحریک پېل کړی ؤ او بيا پکې سياسي ډلې شامل شوې وې دلته به هم سياسي ډلې بیا د دې احتجاجونو برخه جوړيږي خو په دې اوسنيو احتجاجونو کې به ښه کار دا وشي چې نوی ځوان کهول به مخې ته راشي.

خو ډاکټران سرفراز خان وايي اوس دا احتجاجونه خودرو دي خو دا به يو شکل اخلي په دې کې به نوره ژورتيا راځي، خلک د يو څيز نه هم خوشحاله نه دی او که داسې احتجاجونه منظم کيږي نه، نو نتيجې به يې خطرناکې وي.

هغه وايي ځوانان ناامېده دي خو احتجاج کوي او پرامنه ډول لګيا دي که څه هم پرون په پېښور کې د عامر تهکالي دپاره په احتجاج کوونکو پوليس ډنډې ورولي دي.

هغه وايي که رياست بيا هم په حقونو سترګې پټوي کساد بازاري روانه وي، د خلکو معاشي حالات ښه نه وي بيا به اړی ګړی جوړیږي، بايد حکومت او رياست دغو خلکو ته لار ورکړي او خبره يې واوري کنه ناامېدي د خپلمنځي جګړو سبب هم جوړېدی شي.

بابر وايي په خېبرپښتونخوا کې خلکو د پوليسو قربانۍ ستايلي دي خو اوس يې په ناوړه عمل احتجاج کوي خلک پوهه شوي دي پکار ده چې ادارې هم پوهه شي چې خلک اوس احتساب کوي ښه ته ښه او بدو ته بد وايي.

هغه وايي دا احتجاجونه ډېرې ګټې لري د ژوندۍ ټولنې غمازي کوي چې خلک اوس غلي نه پاتې کيږي د خپل حق تپوس کوي.

د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار اجمل وزير وايي د عامر تهکالي په پېښه حکومت د عدالتي کمېشن جوړولو پرېکړه کړې ده.

او د خېبرپښتونخوا مشر (ايي جي) ثناالله عباسي وايي د خېبرپښتونخوا مثالي پوليس دي، په ياده پېښه کې ککړ پوليس نيول شوي او مثالي سزا به ورته ورکړی کیږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG