لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان بولټن لیکلي صدر ټرمپ خلیلزاد د "چالباز" په نامه بللی وو


واشنګټن ـــــ د امریکې د قامي سلامتیا پخواني مشیر جان بولټن په خپل نوي خپاره شوي کتاب کې ویلي صدر‌ډانلډ ټرمپ په يوه ناسته کې په افغانستان کې د امن دپاره امریکايي استازی زلمی خلیلزاد د "کان مېن" [چالباز] په نامه یاد کړی وو.

د "روم وېر اِټ هېپنډ" [هغه کوټه چې دا پکې پېښ شول] نومي د جان بولټن کتاب د نهې- سه شنبې په ورځ خپور شو. د امریکايي پوځ د مجلې ستارز اېنډ سټرایپ د رپورټ ترمخه جان بولټن په خپل کتاب کې لیکلي چې د طالبانو سره په لوظنامې د پرمختګ په اړه غونډو کې به صدر ټرمب زلمی خلیلزاد د "کان مېن" په نوم یاداوه یعنې داسې تن چې چالبازۍ کارونه کوي او د افغانستان موجوده صدر اشرف غني او د پخواني صدر حامد کرزي نومونه به یې د یو بل سر ګډوډول.

د جان بولټن د کتاب په اړه خپل رپورټ کې د پاکستان ډان ورځپانه وايي چې په یوه موقع صدر ټرمپ د زلمي خلیلزاد ذکر وکړو او ویې ویل "ما اورېدلي دي چې هغه کان مېن (چالباز) دی" او بیا یې زیاته کړه د داسې کار دپاره داسې تن پکار وي.

سټارز اېنډ سټرایپ وايي جان بولټن له طالبانو سره د مذاکراتو مخالف وو او دریځ یې دا وو چې په طالبانو باور نه شي کېدلی چې د لوظنامې شرطونه به عملي کړي.

د انټرنېشنل کرایسس ګروپ څېړنې ادارې انېډیو واټکېنز وايي جان بولټن همېشه د امریکې له دښمنانانو سره د خبرو مخالف پاتې شوی دی او په دې تناظر کې که وکتلی شي نو د طالبانو سره د مذاکراتو په اړه د هغه رویه د سپکاوي وه.

سټارز اېڼد سټرایپ وايي د کتاب په اخېره کې جان بولټن د ۲۰۱۹ د اګست په ۳۰ د یوې غونډې ‌‌ذکر کوي چې صدر ټرمپ طالبانو سره د لېدو خواهش ظاهر کړ، په دې خبره د صدر ټرمپ عمله حیرانه شوه. د طالبانو سره دغه غونډه په کېمپ ډېوډ کې کېدونکي وه خو د سپټمبر په اوومه نېټه په کابل کې د ځانمرګې حملې وروسته وځنډول شوه. په حمله کې ۱۲ کسان ووژل شول چې پکې یو امریکايي عسکر هم شامل وو.

د دې خبرې څو ورځې وروسته جان بولټن په داسې حال کې د خپلې چوکۍ نه استعفا ورکړه چې د افغانستان په اړه د منفي خبرونو په سر صدر ټرمپ په هغه ټکونه وکړل.

د وایټ هاوس کوښښ وو چې د جان بولټن کتاب چاپ او خپور نه شي خو کامیابه نه شو او صدر ټرمپ د ټوېټر د لارې ویلي چې جان بولټن د قانون په سرغړونه په لوی مقدار کې خفیه معلومات څرګند کړي دي.

د سټارز اېڼد سټرایپ د نیویارک ټایمز د رپورټ له قوله وايي د صدر ټرمپ د ټویټ نه وړاندې یو وفاقي جج د کتاب د خپرېدو اجازت ورکړی وو او ویلي یې وو چې په انټرنېټ د کتاب د زرګونو په شمېره کې جلدونه وړاندې خپاره شوي دي.

رپورټ وايي جج وویل په داسې حال کې چې دا کتنه لا سر ته نه ده رسېدلې چې په کتاب کې کوم خفیه معلومات شایع شوي چې په چاپ کوولو یې د جان بولټن خلاف قانوني ګامونه اخیستل کېدی شي او د کتاب د چاپ کولو دپاره د دوه مېلین ډالرو د هغه ضمانت هم د هغه د لاس نه تللی شي.

د پاکستان د انګریزۍ ژ‌بې ډان ورځپاڼې د رپورټ ترمخه په یوه غوڼده کې صدر ټرمپ د جان بولټن نه وغوښتل چې خپل نظر شریک کړي نو هغه ورته وویل چې په کابل کې طالبانو واک ته د رسېدو په ترڅ کې یې د پاکستان په اړه د خپل تشویش څرګندونه وکړه نو صدر ټرمپ هم وویل چې هغه هم تشویش لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG