لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د پاکستان سټاک اېکسچېنج په مرکزي ودانۍ بريد کې د څلورو بریدګرو په ګډون اووه تنه وژل شوي


د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د (ونډو بازار) پاکستان سټاک اېکسچېنج په مرکزي ودانۍ وسله وال بريد شوی چې پکې د پوليس په وېنا څلور برید کوونکي، يو د پوليس افسر او دوه د سټاک اېکسچېنج ساتونکي وژل شوي دي.

د پوليس چارواکو په وېنا دا بريد نن د ګل/ دوشنبې په ورځ څه دقيقې دپاره په س بجې شوی دی.

د کراچۍ ښار د جنوبي زون د پوليس مشر ډي ايي اجي شرجيل کهرل د پېښې په ځای ميډيا سره په خبرو کې د څلورو بريدګرو د وژنې پخلی وکړو او وی یې ويل د برید په مهال يو پولیس سب انسپکټر او دوه د سټاک اېکسچېنج ساتونکي هم وژل شوي دي.

راپورونه وايي د بلوچ لبرېشن ارمي په نوم ‌ډلې د بريد زمه واري منلې ده.

وروسته د پوليس وياند ميډيا ته په ورکړي بيان کې ويلي، د سټاک اېکسچېنج په بريد کې ټول اووه کسان ژوبل شوي هم دي چې پکې درې پوليس سرتيری، دوه د سټاک اېکسچېنج ساتونکي، یو کار کوونکی او يو عام تن شامل دي.

پوليس چارواکو ويلي په سټاک اېکسچېنج د بريد په اړه يې پېلټنې پېل کړي د سټاک اېکسچېنج د ودانۍ نه بهر يې يو موټر په ولقه کې اخستی په کوم کې چې ترهګر راغلي وو.

د پوليس په وېنا دوی د بريدګرو د ولقې نه وسله او لاسي بمونه هم ترلاسه کړي دي.

پوليس ویلي بريد کوونکي په يو موټر کې راغلي د سټاک اېکسچېنج د ګاډو د ودرېدو د ځای په لاره ودانۍ ته ورننوتي، ډزې يې پېل کړي او لاسي بمونه يې هم غورځولي وو.

د پاکستان سټاک اېکسچېنج منېجنګ ډائريکټر فرخ خان ځايي ميډيا سره په خبرو کې ويلي د بريد په وخت په سټاک اېکسچېنج کې کار نه دی ودرېدلی، او نه بريدګر د سټاک اېکسچېنج هغه ځای ته رسېدلي چرته چې د سټاک اېکسچېنج کاروبار کيږي.

هغه ویلي په عامو ورځو کې په سټاک اېکسچېج کې د کار کوونکو شمېره زياته وي خو د کرونا وبا له امله سټاک اېکسچېنج ته کم کار کوونکي راځي ځکه ډېر خلک موجود نه ؤ.

د پاکستان سټاک اېکسچېنج ودانۍ د کراچۍ په ايي ايي چندريګر روډ ده چې څنګ ته ورسره د پاکستان مرکزي سټېټ بېنک، د پوليس مرکزي دفتر او په دې سړک دپاره د نورو شخصي بېنکونونو مرکزي دفترې هم جوړې دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG