لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي وزیر: که حکومت چمن پوله ژر نه پرانیسته تر چمنه اوږد لاریون کوو


واشنګټن ـــــ د پاکستان په قومي اسبملۍ کې د جنوبي وزیرستان استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر علي وزیر د تحریک انصاف حکومت ته خبرداری ورکړ، چې که یې د چمن پوله د تجارت لپاره ژر نه پرانیستله نو تر چمن پورې به د لاریون اعلان وکړي.

د نهې- سه شنبې په ورځ په قومي اسبملۍ کې د وینا په مهال علي وزیر وویل، چې د کرونا وایرس په پلمه یواځې د پښتنو کاروبارونه تړل کیږي. وایي‌ له یوې میاشتې په چمن پوله احتجاجي ناسته روانه ده خو تر اوسه ورته یو حکومتي تن هم نه دی ورغلی چې دغو احتجاج کوونکو ته څه تسلي‌ ورکړي. علي وزیر وویل:

"د دغو سیمو کاروبار ټول له پولې سره تړلی دی، که دا پولې نه پرانیستل شوه نو موږ به تر چمنه پورې اوږد لاریون کوو او حکومت ته به وښیو چې څنګه زموږه له ګوتو کاروبار کاږئ، هلته خلک بې روزګاره دي زموږ له حکومته غوښتنه ده چې په دې اړه خپله فیصله وکړي".

د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې د ځايي تاجرانو،‌ قبایلي مشرانو او عامو خلکو له خوا د سرحدي پولې د خلاصولو لپاره احتجاج شاوخوا یوه میاشت مخکې پیل شوی چې لا هم دوام لري.‌

احتجاج کوونکو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د چمن او سپین بولدک تر منځ لویه لاره بنده کړې ده چې یواځې له کبله یې افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو لپاره د لوجسټک سامانونو کانټینر لارۍ او نور خوراکي توکي هم بند کړي دي.

احتجاج ته د ګل- دوشنبې په ورځ د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر او د اسمبلۍ غړی اصغر خان اڅکزی هم ورغلی وو او پخپله وینا کې یې خلکو ته ډاډ ورکړ چې را روانه اوونۍ به پوله د تجارت او هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستل شي:

"موږ ته چې کومه وعده راکړل شوې ده په دوو درو ورځو کې دننه موږ ستاسې لپاره د لارې بندوبست کوو او انشالله دا به کېږي که دا وعده پوره نه شوه نو دا پرلت به ناست وي".

د چمن تاجران او ځايي‌ خلک وايي د پاک افغان تجارت تر څنګ دې دغه پوله د ځايي تجارت لپاره هم پرانیستل شي او په زرګونو بې روزګاره شوي خلکو ته دې بیا د کار روزګار اجازه ورکړل شي.

د پاکستان حکومت د نورو ګاونډي هیوادونو تر څنګ د افغانستان سره هم خپله پوله د مارچ په میاشت کې د کرونا وایرس د خورېدو د مخنیوي په خاطر تړلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG