لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اروپایي هیوادونو ته دپي ایي ای دالوتکو په الوت بندیز نن پرځائ کیږي


اروپایي هیوادونو ته شپږو میاشتو دپاره دپاکستان د هوایي شرکت پي‌ ایي ای د الوتکو په ورتګ بندیز ه بندیز نن(جمعه) دشپې ۱۲ؤ بجو نه پرځائ کیږي.

دجمعې په ورځ دپي ایي ای ویاند پخپل یو بیان کې ویلي چې دنن شپې څخه اروپایي هیوادونو ته دپي ایي ای ټولې الوتنې منسوخ کولی شي‌ ځکه نو کومو مسافرو چې د وړاندې نه دپي ایي ای الوتکو کې چوکۍ اخستي هغوئ کولی شي خپل پیسې بیرته ترلاسه کړي یا دخپل تګ نېټه وغځوي.

تیره میاشت د دې معلوماتو مخې ته له راتلو وروسته چې د پاکستان د ملي هوایي شرکت پي ایي ای دریمه برخه پایلټانو په خپلو امتحانونو کې درغلي کړې اؤ لائسنسونه یې جعلي دي ،د اروپايي اتحادیې دهوابازۍ ادارې ( ايي ای اېس ای ) اروپايي هیوادونو ته شپږو میاشتو دپاره دپي ایي ای دالوتکو په ورتګ دبندیز اعلان کړی ؤ.

د اروپایي اتحادیې دهوابازۍ ادارې ویلي وؤ په پي ايي ای د بندیز ګام د دې تشویش په بنیاد اخستل شوی چې د پاکستاني پایلټانو لایسنسونه د تصدیق وړ نه دي او دا چې د پاکستان ریاست په موجوده وخت کې دا صلاحیت نه لري چې خپل جهازونه د نړیوالو معیارونو سم وچلوي.

دپي ایي ای ویاند زیاته کړې ده چې دپائیلټانو دجعلي لائسنسونو په معامله اروپایي اتحادیې په پي ايي ای شپږو میاشتو دپاره بندیز لګولی اؤ دپاکستان حکومت نه یې دپائیلټانو فهرست غوښتی دی.

هغه ویلي د هیواد ملي هوایي شرکت د اروپایي‌ اتحادیې د هوا بازۍ ادارې سره په تماس کې دی اؤ دهغوئ داندېښنو ختمولو دپاره ګامونه اخلي.

د پاکستان د هوابازۍ یا سول اېوي ایشن وزیر غلام سرور تیره میاشت پارلیمان ته ویلي وو چې په ۸۶۰ پاکستاني پایلټانو کې ۲۶۰ پایلټانو په غير مناسب ډول لایسنسونه یا د جهاز الوځولو اجازت نامې ترلاسه کړي او د کار نه به لرې کړل شي.

هغه ویلي وؤ مشکوکو اسنادو لروونکو پایلټانو کې د پي ايي ای ۱۴۱ پایلټان، د ایربلو نهه، د ایر سېرین ۱۰ او د شاهین ایرلاین ۱۷ پایلټان شامل دي.

خو دپاکستاني پایلټانو اتحاديي د حکومت په دې دعوو پوښتنې راپورته کړي چې لایسنسونه یا اجازت نامې یې مشکوکې دي او ویلي یې دي چې د حکومت په بیانونو کې تضادات موجود دي او په دې اړه دې عدالتي تحقیقات وشي.

XS
SM
MD
LG