لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دامن هڅو سیوا کیدو سره سم ترهګرې ډلې اوس بیا پاکستان کې ځانله ځالې جوړول غواړي،رپورټ


پاکستان کې يوې غېر دولتي څېړنيزې ادارې پاکستان انسټيټيوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز پخپل رپورټ کې ويلي چې دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ دسولې دتړون وورسته اوس دافغانستان څخه ترهګرې ډلې پاکستان کې دپټېدلو هڅې کوي .

دغه اداره وایي سږکال یوازې د جون په میاشت کې د پاکستان دننه په ترهګریزو بریدونو کې شپږ فيصدي زياتوالی رېکارډ شوی دی.

د رپورټ ترمخه تر ټولو زياتې نهه ترهګریز بریدونه په پخوانيو قبایلي سیمو کې رپورټ شوي.

په دغو بریدونو کې اته تنان وژل شوي چې پکې شپږ د امنیتي ادارو عسکر، دوه عام وګړي او یو ترهګر شامل دی.

ددغه څېړنىزې ادارې دپروګرام ډاېرېکټر حصام صديقي وي او ای ډيوه ته ویلي د امريکا او افغان طالبانو ترمينځه د امن لوظنامې د لاسليک کيدو راپدیخوا چې افغانستان کې څومره دامن دپاره فعالیتونه سیوا کیږي دومره اوس دغه هیواد کې په ترهګرو زمکه راتنګیږي.

هغه وویل پاکستان سره په پوله پرتو دافغانستان ولایتونو کې افغان اؤ نړیوالو ځواکونو خپل نظارت سیوا کړی اؤ وسله وال اوس د پولې دې غاړه ته ځان له پټنځايونه ګوري نو ځكه پخوانۍ قبایلي سیمو کې په ترهګریزو بريدونو کې اضافه ليدل کېږي.

د نوموړي په وینا دافغانستان په کونړ،نورستان،ننګرهار،پکتیا،پکتیکا اؤ خوست ولایتونو کې افغان ځواکونو دترهګرو په ضد خپل فعالیتونه غځولي اؤ اوس هلته ترهګر دځان دپاره پټنځایونه نه مومي نو ځکه هغوئ دشمالي وزیرستان له لارې پاکستان کې ځانله پټنځایونه ګوري.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان پوځ او حکومت وخت په وخت دعوې کوي چې دضرب عضب عملیاتو اؤ دهغې نه راپدیخوا د ردالفساد په نوم عملیاتو کې یې قبائیلي سیمې دترهګرو نه پاکې کړي اؤ هغوئ اوس په منظم ډول د ترهګرۍ کولو توان نه لري.

خو ددې دعوؤ باوجود زیاتره مهال دپاکستان بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو رپورټونه مخې ته راځي چې تر دې دمه پکې په لسګونو امنیتي مامورین اؤ عام خلک وژل شوي دي.

حصمام صدیقي وایي دې کې شک نشته چې پاکستان کې دکال ۲۰۱۷م راپدیخوا دترهګرۍ پېښې کمې شوې وې اؤ د پاکستان دپوځی عملیاتو په نتیجه کې زیاتره ترهګرو ډلو افغانستان کې خپلې ځالې جوړې کړې وې خو اوس چې افغانستان کې ټولې خواوې په امن متفق شوي نو دغه ترهګرې ډلې ځانله یو وارې بیا پاکستان کې ځایونه ګوري.

هغه وایي ترهګرو ډلو ته اوس دځان دپاره اسانه ځاله دپاکستان قبائیلي سیمې ښکاري اؤ دپاکستان امنیتي ځواکونو که هر څو پاکستان ته د هغوئ د را اوښتو مخه نیولې ده خو هغوئ په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG