لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فتح جنګ:دکوهي پاکولو هڅه کې په زهرژن ګیس شپږ کسان مړه شوي


د اټک سره نزدې دپنجاب په فتح جنګ سیمه کې د کوهي پاکولو په مهال د زهرژن ګیس له امله د یوې کورنۍ د پینځوؤ غړو په ګډون شپږ کسان مړه شوي دي.

دسیمې نه سرچینو وي او ای ډيوه ته د خالي په ورځ ویلي چې د فتح جنګ سیمې په ډهوک ملیار کلي کې دمحمد رحمت نومي سړي دکور کوهی سخا شوی ؤ چې دهغې دپاکولو په غرض یو تن دغه کوهي ته ورکوز شو خو کوهي کې د زهرژن ګیس له امله هغه دکوهي دننه مړ شو.

همدا شان کله چې دهغه دخبر اخستو دپاره نور پینځه کسان وار په وار دغه کوهي ته ورښکته شول نو هغوئ هم کوهي کې د ډک شوي زهرژن ګیس له امله مړه شول.

سرچینې وایي په مړو شوؤ کې د یوې کورنۍ پینځه غړي هم شامل دي چې درې پکې خپلو کې سکه روڼه دي.

د مړو راویستلو دپاره وروسته دمرستندویه ادارې فعالین دغه کور ته ورغلي اؤ دشپږو کسانو مړي اؤ یو ژوندی تن یې دبې هوشۍ په حالت کې راویستلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG