لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې دکپور خاندان تاریخي حویلي د لوئېدو په حال کې ده


کپور خاندان پسې تړلو دهندي فلم انډسټرۍ د وتلو ستورو راجکپور اؤ دهغه دکورنۍ دنورو غړو په پېښور کې شا وخوا دیوې پېړۍ نه اباده حویلي دبې غورۍ له امله اوس دا دغورځیدو خطر سره مخ ده.

د دغه حویلۍ په هکله کېږي چې د هندي فلمونو د کپور خاندان مشر او فلمي ستوري راج کپور نیکه بشیس وارنت کپور دغه حویلي په کال ۱۹۲۲م کال کې جوړه کړې وه او بیا راج کپور هم په دغه کور کې په ۱۹۲۴م کال کې زیږېدلی و.

د هندي فلمونو وتلی ستوری پرېتوي راج د وتلي فلمي ستوري راجکپور پلار اؤ د ریشي کپور نیکه ؤ چې د پېښور په اي‌‌‌‌‌‌ډور‌‌‌‌‌‌ډز کالج کې یې سبق ويلی ؤ او وړومبۍ اداکاري يې د خپل کالج د سټېج ‌‌‌‌‌‌ډرامونه نه شورو کړې وه.

پرېتوي راج په هندي فلم "مغل اعظم" کې د مغل اعظم د کردار نه ‌‌‌‌‌‌ډېر شهرت موندلی و.

دهغه دپلار د وختو حویلي اوس هم دپېښور دکیسه خوانۍ بازار شاته په ډهکي منور شاه محله کې ودانه ده خو ددغه ځائ اوسیدونکي وایي چې اوس دا تاریخي حویلي دومره ورسته شوې اؤ‌ زړه شوې ده چې د غورځېدو په حال کې ده.

د پښتونخوا کلچرل هیریټج ګونسل سکتر شکیل وحید الله خان ډیوه ته وایي مونږ څو څو ځله حکومت ته درخواستونه وکړل چې دا حویلي خپلو لاسو کې واخلي او حفاظت یې باوري کړي خو د بده مرغه حکومت تر دې دمه په دې اړه کوم ګام نه دی پورته کړی.

د سیمې یو اوسبدونکی محمد اسرار وایي زلزلو او بارانونو حویلۍ ته زیان رسولی دی او دا څه وخت هم راغورځیدی شي. وايي که خدایې مه کړه دا راوغورځیده نو ورسره د محلې خلق د ځاني او مالي نقصان سره مخ کیدی شي.

د حویلۍ قانوني مالکان دپېښور د اندرشیر بازار زرګران دي او یو مالک حسن قادر یې ډيوه ته وویل حکومت مونږ حویلۍ ورانولو ته هم نه پریږدي او د مارکیټ د بیعې مطابق معاوضه هم نه راکوي.

په عین حال کې د آرکیالوجي او میوزیم ډایرکټوریټ ریسرچ افسر بخت محمد وایي دوئ دپلان اؤ پرمختیا محکمې ته خط لیکلی دی او چې کله هلته نه منظوري راشي نو د حویلۍ د حفاظت کار به شروع شي.

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي بخت محمد ویلي دا حویلي یو تاریخي پس منظر لري اؤ د ارکیالوجي محکمه یې په ارزښت پوهه ده ځکه نو غواړي چې دا یوه قامي ورثه وګرځول شي.

خو د تاریخي آثارو د خوندي ساتلو فعالین وایي دوي د تیرو پنځو کلونو نه حکومت څو څو وارې د حویلۍ خراب حالت نه خبر کړی دی خو د بده مرغه حکومت ددغه تاریخي حویلۍ د ژغورلو دپاره هیڅ کوم عملي ګام په دې اړه نه دی پورته کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG