لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې لاریون کونکي دې نه اعداموي


له ګیڼ څخه ښي اړخ ته سید تمجیدي، محمد رجبي او امېر حسین مرادي.

واشنګټن – د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې نیول شوی لاریون کونکي دې نه اعداموي.‌

ایراني وکیلان چې د درې هغو لاریون کونکو استازيتوب کوي چې په تېرې نومبر میاشت کې د حکومت پرضد لاریونونو له امله په مرګ محکوم شوي دي وايي، دوی له عدلیې څخه غوښتي چې د دوی د موکلینو پر قضیو یا کېسونو دې بیا غور وشي.

زیاتره ایرانیان او ولسمشر ډانلډ ټرمپ وېریږي چې ښايی دغه کسان تېزندۍ یا اعدام کړای شي.‌

ټرمپ په فارسي ژبه په دې اړه په یو ټویټ کې لیکلي: "د دغو دریو کسانو اعدامولو نړۍ ته یو خطرناک سګنال رسوي او باید دا کار ونشي. په ایران کې اعدامونه ودروئ."

د بابک پکنیا او حسین تاج په نامه دواړو وکیلانو د شورو یا چهارشنبې په ورځ ایراني رسنیو ته ویلي دي، چې دوی دواړو له دریم څارنوال مصطفی نیلي سره په ګډه د ایران د قضا مشر ابراهیم ریسي ته خواست استولی چې د دوی د درې واړو موکلینو د اعدام حکم دې لغوه کړي او یو ځل بیا دې محاکمې ته وړاندې کړای شي.‌

نیلي په یو ټویټ کې لیکلي دي، چې پکنیا او تاج د لومړي ځل لپاره د خپلو موکلینو دوسیې ته لاس رسی موندلی.

نیلي تې دې مخکې په یو بل ټویټ‌ کې ویلي وو، چې د ایران سترې محکمې د تېرې جمعې به ورځ د امېر حسین مرادي، محمد رجبي او سید تمجیدي پر د اعدام د سزا ملاتړ کړی.

درې واړه په اعدام محکوم شوي کسان په تېر نومبر کې د حکومت پرضد د هغو لاریونو پر وخت نیول شوي وو چې د حکومت لخوا د تېلو د بیو د زیاتوالي له امله په ټول ایران کې راپارېدلي وو.

که څه هم د دغو لاریونونو پر وخت ځینو بانکونو، د تېلو پمپونو او سټورونو ته اور اچول شوی خو لندن مېشته د بخښنې نړیوالې ادارې یا امنیسټي انټرنېشنل ویلي چې زیاتره سولیز وو.‌

د ایران امنیتي ځواکونو ددغو لاریونونو د ځپلو پر وخت لږ تر لږه ۳۰۰ کسان وژلي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG