ملګرو ملتونو د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د تحريک طالبان پاکستان مشر مفتي نورولي محسود نړیوال ترهګر ګرځولی دی، پاکستان د تحریک طالبان پاکستان ډله په کال 2008م کې لاقانونه ګرځولې وه.
د ملګرو ملتونو امنيتي شورا د القاعده د بندېزونو کمېټۍ هغه (محسود) د داعش او القاعده د بندېزو په نوملړ کې شامل کړی دی.
مفتي نورولي محسود د ترهګرۍ دپاره د پېسو راټولولو، ترهګرۍ د پلانونو جوړولو او اسانتياؤ برابرولو ترڅنګ د القاعده سره د اړيکو په سر نړيوال ترهګر ګرځول شوی امریکې د ملګرو ملتونو د دغه پرېکړې هرکلی کړی دی.
د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت د سويلي او منځنۍ اسيا څانګې د دغو خبرونو هرکلی کړی چې ملګرو ملتونو د تحریک طالبان پاکستان مشر نورولي محسود د داعش او القاعده په نوملړ کې شامل کړی دی.
د پاکستاني طالبانو تحریک په پاکستان کې د ډېرو وژونکو ترهګرو بريدونو زمه وار دی. امریکې د کال 2019م د ستمبر په میاشت کې نورولي محسود ترهګر ګرځولی ؤ.
مفتي نورولي محسود څوک دی؟
تحریک طالبان پاکستان د خپل مشر ملا فضل الله د وژنې وروسته مفتي نورولي محسود خپل مشر ټاکلی ؤ، فضل الله په کال 2018م کې د افغانستان په کونړ کې امریکا په ډرون بريد کې وژلی ؤ.
له دغې وړاندې ويل کيږي نورولي د خالد سجنا د وژنې وروسته د محسودو طالبانو مشري کوله.ويل کيږي هغه د طالبانو د پخواني وژل شوي مشر بېت الله محسود نزدې ملګری پاتې شوی ؤ.
د نور ولي په اړه ويل کيږي د جنوبي وزيرستان په تيارزه تحصيل کې زېږېدلی، د کراچۍ، فېصل اباد او ګوجرانواله په ديني مدرسو کې يې سبق ويلی دی.ويل کیږي هغه په وزيرستان کې د پاکستاني پوځ پرضد جنګېدلی او د یو ډرون بريد نه روغ وتلی ؤ.
مفتي نورولي محسود د (انقلاب محسود، جنوبي وزيرستان، د فرنګي د راج نه تر امریکايي سامراج) پورې په نوم يو کتاب هم ليکلی دی.
ويل کيږي دغه کتاب چې په 690 مخونو ليکل شوی پکې د پاکستان پيپلزګوند پخوانۍ مشرې او پخوانۍ وزیراعظمې بېنظير بټو باندې د بريدونو زمه واري هم منل شوې ده. په بېنظير بټو په کراچۍ او د راولپنډۍ په لياقت باغ کې د جلسې وروسته بريد شوی چې پکې وژل شوې وه.
د ياد کتاب په اړه ويل کیږي چې پکې د طالبانو د عملياتو ترڅنګ د هغو د پېسو راټولولو طريقې هم ښودل شوي دي.