لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سوات موټروی دوېمه برخه دې جوړه شي، خو د لومړۍ په شان نه


د خېبرپښتونخوا وزیراعلی محمود خان ويلي د سوات موټروی دوېمه برخه جوړوي، چې په غبرګون کې ورته خلکو په ټولنيزو رسنيو ويلي بايد دغه دوېمه برخه دې د لومړۍ جوړې شوې برخې په څېر جوړه نه شي ځکه يو لور ته لومړۍ برخه فعاله شوې، کار پرې هم روان دی خو بل لور ته دغه موټروی ځای په ځای ماته شوې هم ده.

محمود خان په ټويټر د وزيراعظم عمران خان او د ملي اقتصادي شورا د کمېټۍ (اي سي اېن اي سي) مننه کړې چې د سوات موټر وی د دوېمې برخې او خېبرپاس اقتصادي راهدارۍ د پروژو منظوري يې ورکړې ده.

وزیراعلي په ټويټر ويلي، د دې غټو پروژو سره به د سيمې سېلګري، اقتصاد او دخلکو ژوند ښه شي، دا به صوبه په اقتصادي توګه پياوړي کړي.

خو محمود خان ته د سوات موټر وی د دوېمې برخې جوړولو د ټويټس په ځواب کې د خېبرپښتونخوا خبريالانو ويلي، بايد دغه دوېمه برخه داسې جوړه نه شي څنګه چې لومړۍ جوړه شوې ده.

ژورنالسټ طاهر خان پوښتنه کړې ايا دا رښتيا دي چې د سوات اېکسپريس وی ځينې برخې ماتې شوي دي؟. هغه ته په ځواب کې اسلام الدين ساجد ويلي اؤ، ما پرې تېره میاشت سفر کړی، په څو ځايونو کې مې پکې مات ځايونه کتلي دي.

بل ژورنالسټ محمود جان بابر ويلي،

وزيراعلی صېب هڅه وکړه چې دا دوېمه برخه د لومړۍ نه ښه وي کومه چې لا پوره فعاله شوې نه ده او ماته شوې ده، د خلکو پېسې دې بايد په سمه توګه وکارول شي.

مشتاق يوسفزي دغه ګام ستايلی چې د سوات او پاکستان سېلګري به ورسره ښه شي خو نوموړي هم لکه د نورو کسانو ويلي بايد د لومړۍ برخې په څېر نيمګړتياوې په دې کې ونه شي او د هايي وېز د معيار دا برخه جوړه کړی شي.

د پاکستان د پلاننګ او پرمختيا وزير اسد عمر ويلي، سوات موټروی به د چکدرې نه د سېدو شریف، مينګورې، مټې، خوازه خېلې څخه د فتح پور پورې وغځیږي، او دا به د ښکلا ډکې سيمې د اقتصاد او سېلګرۍ ښه کېدو لارې پرانيزي.

اسد عمر په خپل بل ټويټ کې د خېبرپاس اقتصادي راهدارۍ په اړه ويلي د دې پروژې غځېدل به د پېښور تورخم موټروی په بډه بېره کې ونښلوي.

د خېبرپښتونخوا وزیراعلی محمود خان په دسمبر 2019م کې د سوات موټروی د دوېمې برخې جوړولو په اړه اړونده چارواکو ته لارښوونه کړې او په هغه وخت ويل شوي ؤ چې په 80 کلوميټره جوړېدونکې دې لار به نهه انټرچېنج وي، دا موټر وی به څلور رويه جوړیږي او شپږ رويو ته د غځېدو امکان به ورسره ساتلی شي.

په هغه وخت ويل شوي په دې پروژه به 37اربه روپۍ لګښت راځي او د شل اربه پورې روپو به د دې لارې دپاره ځمکې اخستل کیږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG