لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې په يوه ورځ په 77زره کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي


په امریکا کې په يوه ورځ کې په 77زره کسانو کې د کرونا وایرس مالوم شوي چې ورسره په ملکې د کرونا وايرس ټولې پېښې 35 لکه، 76زره او 430 ته رسېدلې دي.

کرونا وايرس په امریکا کې کې تراوسه پورې یو لک 38زره359 کسان مړه کړي دي.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه د نړۍ په 188 هېوادونو کې په يو کروړ38 لکه لس زره 538 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او په ټوله نړۍ کې ترې پينځه لکه 90زره او پينځه کسان مړه شوي دي.

په امریکا پسې برازيل په دوېم نمبر ملک دی چرته چې تراوسه پورې 20 لکه 12زره 151 کسانو ته د کرونا وايرس ورپورې شوي دي.

د جان هوپکنز ترمخه په برازيل کې د کرونا وايرس څخه 76زره688 کسان مړه شوي دي.

هند د نړۍ درېم نمبر هېواد دی چې د کرونا وايرس زياتې پېښې پکې مخې ته راغلي دي.

په هند کې تراوسه پورې په لس لکه درې زره832 کسانو کې د کرونا پخلی شوی خو د پوهنتون د شمېرو ترمخه په دې وايرس په هند کې تراوسه پورې 235زره 602 کسان مړه کړي دي.

پاکستان په دغه نوملړ کې په 11م نمبر دی په کومو هېوادونو کې چې د کرونا وايرس پېښې زياتې مخې ته راغلي دي.

په پاکستان کې تراوسه پورې په دوه لکه 59زره 999 کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی او پينځه زره 475 ترې مړه شوي دي.

د امریکې د پوهنتون د شمېرو ترمخه په افغانستان کې تراوسه پورې په 35زره70 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي او 1113 ترې مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG