لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتنې جینکۍ ولې پښتو فلمونو کې له کار کولو ډډه کوي ؟


پښتنې جینکۍ په ځانګړي توګه د کالجونو اؤ پوهنتونونو زده کوونکې په ټولنیزو رسنیو ټک ټوک،فیس بک،ټوئټر اؤ انسټاګرام خپلې ویډیوګانې دخلکو سره شریکو

پښتنې جینکۍ په ځانګړي توګه د کالجونو اؤ پوهنتونونو زده کوونکې په ټولنیزو رسنیو ټک ټوک،فیس بک،ټوئټر اؤ انسټاګرام خپلې ویډیوګانې دخلکو سره شریکوي،حتی دخپلو ګډاګانو په ویډیوګانو خپرولو کې هم څه ویره ترهه نه لري خو دغه جینکۍ بیا په لویې سکرین راتللو یا پښتو فلمونو کې دکار کولو نه ډډه کوي.

دفلمي ستوري عجب ګل نظر

دپښتو فلمونو وتلی ستوری اؤ هدایتکار عجب ګل وایي دا مهال دهغه په فکر په پښتو فلم انډسټرۍ کې پښتنې میرمنې بیخي نشته اؤ یوازې د پنجاب جینکۍ په پښتو فلمونو کې کار کوي.

خو ښاغلی عجب ګل بیا په دې هکله دتبصرې کولو نه ډډه کوي چې ولې پښتنې جینکۍ په فلمونو کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي.

وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې ښاغلي عجب ګل وویل “زه که په دې هکله خبرې کووم ،نو بیا به ترې یوه تنازغه جوړیږي اؤ خلک به په سوشل میډیا نور،نور څه ویل پیل کړي نو غوره به دا وي چې هیڅ ونه ویم”

هنرمند طارق جمال څه وایي؟

ښاغلی طارق جمال چې دپښتو فلمونو اؤ ډرامو یو وتلی ستوری دی اؤ ددې ترڅنګ د هنرمندانو د یو سازمان “اواز” مشري هم پغاړه لري، وایي په پښتنو کې نن هم دیاسمین خان،شهناز اؤ ثریا خان په څېر تکړه فلمي هنرمندانې پیدا کیدای شي خو نن چې دکوم معیار فلمونه جوړیږي دښو کورنیو جینکۍ نه غواړي چې په دغسې فلمونو کې کار وکړي

هغه وایي اوس دپښتو فلمونو زیات دار ومدار په ډانسونو وي اؤ دغه ډانسونه چې په څنګه لباسونو کې کیږي هغې ته کله هم د درنو کورنیو جینکۍ غاړه نه شي اېښودلی.

طارق جمال پښتو فلمونو کې د پښتنو جینکو د نشتوالي یو علت دا هم ښایي چې دپنجاب جینکۍ په ډانسونو کې تکړه دي اؤ پښتنې جینکۍ یا خو هغسې ډانسونه کولی نه شي اؤ یا یې کول نه غواړي کوم چې دنني فلم ضرورت ګڼل کیږي.

وائس اف امریکه چې کله له طارق جمال وپوښتل د ډانس نه وراخوا خو په فلم کې ایکټینګ هم وي ایا اوسنو فلمونو کې ایکټنګ ته ارزښت ورکول کیږي؟ ښاغلي جمال په خندا وویل “اؤ ایکټینګ وي خو داسې چې هیرو پکې د مور نه اوبه هم غواړي نو ټوپک په لاس،څیري ګریوان دمور مخې ته ولاړ وي اؤ‌ په چغه وایي موررررې اوبه راکړه”

هغه وویل اوس دایکټینګ خبرې له منځه تللي دي اؤ خلک یوازې بدمعاشي، نشې اؤ ډانسونه خوښوي،

دطارق جمال په وینا “ترڅو چې یوازې ډرائیوران،کلینډران،مستریان اؤ ماشومان سینیما ته ځي نو دفلمونو به همدغه معیار وي اؤ که چرې تعلیم یافته طبقه دسینیما مخه وکړي نو بیا کیدای شي چې فلمونه دښه معیار شي”

دپنجاب دبندیا راني تجربه څه ده؟

بندیا راني دپنجاب صوبې سره تړاؤ لرونکې پېغله ده چې دا مهال په دوبۍ کې میشت ده اؤ‌‌ دپښتو یو شمیر فلمونو کې یې د هیروئن په توګه کار کړی دی ،هغه وایي په اصل کې پښتنې جینکۍ د تیروخت فلمونو ویرولي دي ځکه فلمونو ته نه راځي.

وائس اف امریکه ډیوه ته بندیا راني وویل لږه موده مخکې چې به پښتو کې کوم فلمونه جوړیدل هغه به خلکو دخپل فامیل سره نه شول کتلی ځکه چې بې حیایي پکې زیاته وه خو هغه وایي چې اوس دا فلمونه ښه شوي دي اؤ په کیسه یې ډیر محنت کیږي.

د راني په وینا د پښتنو جینکو فلمونو ته نه راتګ د پنجاب پیغلو ته ښه موقعه ورکړې ده چې هغوئ راشي اؤ پښتو فلم انډسټرۍ کې د موجود سپیس یا ګنجائش نه په استفاده په لږه موده کې ځان په خلکو دهیروئنو په توګه وپیژني.

په ټولنیزو رسنیو دپښتنو پېغلو فعالیت

صائمه وسیم دپېښور پوهنتون یوه زده کوونکې ده اؤ په ټولنیزه رسنۍ ټک ټوک په فرضي نوم خپلې ویډیوګانې خپروي، په دغه رسنۍ د هغې د خوښوونکو یا پالورز شمیره درېوؤ لکو نه اوښتې ده ، له هغې چې مو کله وپوښتل ولې فلمونو کې کار نه کوې ؟ وئ ویل” پخپله کورنۍ ځان خو نه وژنم”

هغه وایي په ټک ټوک هم ورسره دخپلې کورنۍ زیاتره غړي وران دي خو دا ورته دلیل ورکوي چې هیڅ بې حیایي نه کوي اؤ په سمو جامو کې که ډانس کوي نو دې کې هیڅ قباحت نشته.

صائمه وسیم زیاتوي فلمونو کې خو چې کوم لباس جینکو ته اغوستل کیږي اؤ څومره بې حیاء ډانسونه پرې کیږي هغه کله هم یوه پښتنه نه شي کولی.

خو هنرمند طارق جمال بیا وایي چې دکالجونو اؤ پوهنتونونو جینکو کې صلاحیتونه سیوا دي خو ددې صلاحیتونو نه د استفادې دپاره به هغوئ ته یو صفا هنري ماحول ورکول وي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG