لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کامران بنګښ:خیبر پښتونخوا کې کرونا وایرس څخه د رغیدو کچه ۷۱فیصده ته لوړه شوې ده


د خېبرپښتونخوا د وزير اعلا محمود خان د اطلاعاتو صلاح کار کامران بنګش وايي په صوبه کې د کرونا رنځ دمثبتو پېښو کچه کمه شوې ده او په وايرس د اخته کسانو د رغېدو کچه زياته شوې ده.

د جمعې په ورځ مطبوعاتو سره په خبرو کې ښاغلي بنګش وويل د خوش بختۍ خبره دا ده چې په شروع کې د وايرس نه د رغېدو کچه د ۱۵ نه تر ۲۰ فيصده وه خو اوس دغه کچه ۷۱ فيصده ته رسېدلې ده.

د نوموړي په وينا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۲۳ کسان د کرونا نه روغ شوي او ۲۱۶ نوي کېسونه مخې ته راغلي دي. د ورځې په حساب کېدونکي ټېسټونو کې به وړاندې ۲۵ فيصده پورې مثبتې پېښې رپورټ کېدلې خو اوس دغه کچه هم ۱۵ فيصده ته کمه شوې ده.

کامران بنګش وايي "دا ښه خبرونه دي خو د دې مطلب کله هم دا نه دی چې کرونا وبا ختمه شوه، لا يې هم ګزارونه پاتې دي. څنګه چې په تېره روژه او وړوکي اختر کې بې احتياطي وشوه او مثبتې پېښې زياتې شوې"

کامران بنګش وایي د محکمه صحت د اندازې ترمخه په راروان لوی اختر کې هم که په مېلو، د اختر په لمونځ او خپل مېنځي راشه درشه کې که احتياط ونه شو نو د کرونا کېسونه لا زياتېدی شي اؤ د ادارو او اولس له خوا د وبا د مخنيوي ټولې ستړې به بې ځايه لاړې شي

د وزيراعلا صلاکار کامران بنګش په خپلو خبرو کې په صوبه کې د روزانه په بنياد د ټېسټونو د شمېر په اړه څه ونه ويل خو د خېبرپښتونخوا د ځوانانو ډاکټرانو د تنظيم يو مشر ډاکټر اسفنديار بېټنی وايي صوبائي حکومت په ټېسټونو کې ۳۶ فيصده کمی راوستی دی او ورسره د کرونا د نخښو ښکاره کېدو باوجود هم خلک روغتون ته نه راځي.

بل اړخ ته څېړونکی او د صحت په اړه خبريالي کوونکی خبريال مشتاق يوسفزی وايي د روزانه په بنياد د ټېسټونو د شمېر کمی، د خلکو روغتون ته د تللو لپاره ډاډه کول او د حکومت د څار نظام کمزوری دی نو ځکه اوس حکومت دعوې کوي چې دا وبا په کمېده ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په خېبرپښتونخوا کې تر اوسه د ۳۱ زرو نه زيات کسانو د کرونا وايرس ښکار شوي دي چې پکې ۲۲زره او ۶۲ کسان روغ شوي. د دې ترڅنګ ۷۸۳۷ کسان اوس هم په دې رنځ اخته دي.

د خېبر پښتونخوا د وزيراعلا د اطلاعاتو صلاح کار کامران بنګش دا دعوه هم کړې چې د سمارټ لاک ډاون له لارې يې د ۳۰۰۰ نه زيات کورونه ځان له کړی شوي چې پکې شاوخوا درې لکه ۸۰ زره کسان اوسېدل. د ده په وينا چې په دغه سيمو کې د کرونا په رنځ اخته کسانو شمېر ۱۵۹۳ دی.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG