لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په نصابي کتاب کې په بونېريانو پسې ملنډې، کتاب خپرونکې اداره وايي د سخت غبرګون څخه خبر شوي


د پاکستان په کراچۍ ښار کې د کتابونو خپرؤنکې ادارې ګابا اېجوکېشن بُکس لخوا د پينځم ټولګي دپاره په خپور شوي کتاب کې بونېريان د احمق يا ناپوهه په نوم ياد کړی شوي دي.

د دغه کتاب په 137 صفحه د (اووه احمق سړي) په نوم یو څپرکی يا باب چاپ شوی دی چې پکې د اووه کسانو په اړه قيصه ليکل شوې دغو کسانو ته د بونېر ويل شوي او دوی پکې احمق یا ناپوهه ياد کړی شوي دي.

په ټولنيز رسنيو د پرون اتوار/ يکشنبې د ورځې راهسې د ګابا دغه کار ته سخت غبرګون ويل شوی او غندنه يې شوې ده.

خادم حسېن په ټويټر ويلي، دغه کار کول يواځې د افسوس نه بلکې ډېر د اندېښنې وړ دی. د خېبرپښتونخوا د بونېر په خلکو او ټولې ابادۍ پورې ملنډې کول په سختۍ سره غندل کيږي. او مونږ د ګابا پرضد د قانوني چلند حق محفوظ لرو.

د ملاله يوسفزۍ پلار ضيا الدين يوسفزي د ياد کتاب دغه صفحه خپره کړې او په ټويټر يې ویلي،

زما پلار نيکه د بونېر د سلارزو علاقې سره تعلق لري، زمونږ مشر نيکه غبدالغفار (اشاړی بابا) نزدې یو نيم سل کاله وړاندې د بونېر نه شانګلې ته منتقل شوی ؤ، ځکه زه په بونېر فخر کوم.

په ټولنيزو رسنيو خلکو د دغه کار غندنه کړې او په دغه کتاب د بندېز لګېدو غوښتنه شوې ده.

په کراچۍ کې د ګابا ادارې يوې ښځينه کار کوونکې وي اوای ډیوه سره په خبرو کې وويل اداره يې د ټولنيزو رسنيو د سخت غبرګون څخه خبر شوې او هڅه کوي چې دغه کتاب د ټول ملک څخه بيرته راوغواړي.

هغې وويل په رسنيو خبرې نه شي کولی او نه نوم ښکاره کولی شي د ادارې لخوا به په دغه اړه په رسمي ډول بيان جاري شي.

د سرچينو ترمخه ياد کتاب د ګابا د دوکان نه علاوه د کراچۍ د کتابونو د اردو بازار په نورو دوکانونو کې هم ترلاسه کیږي او د کراچۍ په شخصي سکولونو ويل کيږي.

په کراچۍ کې يو وکيل قادر خان اېډوکېټ چې تعلق يې د بونېر سره دی د حماد خان د طرفه ګابا ته قانوني خبر (نوټس) ورکړی چې په ياد کتاب کې د بونېريانو په اړه باب باندې د بونېر سره تعلق لرونکي په ملينونو خلک ازار شوی ځکه هغه د ګابا نه د دغه کتاب د نه خرڅولو او د کتاب نه د دغه باب لرې کولو غوښتنه کوي.

قادر خان وايي که د ګابا د طرفه ورته په يوه اوونۍ کې ځواب ونه شو دوی به بيا د قانون دروازه ټکوي او د ګابا پرضد به عدالت ته ځي.

د خېبرپښتونخوا د وزیراعلی د اطلاعاتو مشاور کامران بنګش ويلي دوی د ياد کتاب څخه خبر شوي او زياته کړې يې ده چې دغه کتاب په خېبرپښتونخوا کې په سرکاري نصاب کې نه دی شامل دوی يې په شخصي سکولونو کې د پلټنو لارښوونه کړې ده.

هغه په کتاب کې په بونېريانو پسې د خبرو کولو په سخته غندنه کړې ده.

وي او ای ډيوه ته د ياد کتاب په اړه د سند صوبايي حکومت چارواکو ویلي دوی پلټنې کوي چې په کتاب کې دغه باب څنګه چاپ شوی دی؟.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG