لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د خېبرپښتونخوا په جنوبي وزيرستان او د بلوچستان په تربت کې چاؤدنو مرګ ژوبلې اړولي


د خېبرپښتونخوا په جنوبي وزيرستان ضلع کې په يوه چاؤدنه کې پينځه کم عمره ماشومان ژوبل شوي دي، بل لور ته د بلوچستان په تربت ضلع کې په يوه چاؤدنه کې يو تن وژل شوی او لږ تر لږه اووه نور ژوبل شوي دي.

په جنوبي وزيرستان کې د شوې چاؤدنې په اړه د سيمې ضلعي پوليس مشر (ډي پي او) شوکت علي وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، د خاورو څخه ترلاسه شوې يا باران راوړې د زکويک ګوله په ماشومانو ډزېدلې او پينځه ماشومان یې ژوبل کړي دي.

د چاؤدنې دا پېښه د جنوبي وزيرستان د لدها تحصيل د سپين خړای وارزه اشنګي کلي کې شوې ده.

پوليس افسر وايي په دغو ماشومانو کې د يو ژوبل ماشوم حالت لږ ښه نه ؤ هغه د ډېره اسماعيل خان هسپتال ته منتقل کړی شوی او د بل په ځايي روغتون کې درملنه روانه ده او درې نور لږ ژوبل شوي وو د روغتون څخه رخصت کړی شوي دي.

په جنوبي او شمالي وزيرستان کې وخت په وخت د ښخ ماينونو چاؤدنې کيږي چې زياتره پکې ماشومان په نخښه شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وخت په وخت دغه غوښتنه تکراروي چې په سيمه کې د بدامنۍ او پوځي عملياتو په وخت څومره هم ماينونه ښخ پاتې شوي دي هغه دې پاک کړی شي.

نن د نهې، سه شنبې په ورځ بله چاؤدنه د بلوچستان صوبې په تربت ضلع کې شوې يو تن پکې وژل شوی او اووه نور ژوبل شوي دي.

چارواکو ويلي چاؤدېدونکي مواد په موټر سايکل کې اېښودی شوي او د دوکان نه بهر ورته چاؤدنه ورکړی شوې ده.

پولیس ويلي په سمدستي ډول نه شي ويلی چې د چاؤدنې هدف څوک ؤ. او نه چا د دې خبر خپرېدو پورې د چاؤدنې زمه واري منلې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​

XS
SM
MD
LG