په کراچۍ کې د ګابا په نوم کتاب خپرونکې ادارې چې په يو نصابي کتاب کې د بونېريانو سپکاوی کړی ؤ، په خپلو کړو يې د ټولو پښتنو نه بخښنه وغوښته.
د ګابا کتاب خپرونکې ادارې مشرانو محمد راشد او محمد عارف د وکيل قادر خان سره تړون لاسليک کړو چې په کوم کتاب کې يې د بونېريانو سپکاوی کړی،
یو دا چې په کتاب کې د بونېريانو په اړه ليکل شوي باب به د کتاب څخه لرې کوي، دوېم دا چې د دغه باب په ځای به د بونېر په تاريخ په کتاب کې بل باب چاپوي او درېم دا چې په ورځپاڼو کې به د بونېريانو او ټولو پښتنو نه بخښنه غواړي.
قادرخان اېډوکېټ ګابا ته قانوني نوټس ورکړی ؤ.
ګابا دغه تړون په داسې حال کې وکړو چې په تېرو دوه ورځو کې په ټولنيزو رسنيو پښتنو د ګابا دغه کار غندلی، د کتاب نه د ياد باب لرې کولو او د پښتنو نه د بخښنې غوښتنې يې ترې کړې وې د بونېر ترڅنګ په کراچۍ کې د ګابا پرضد احتجاجي مظاهرې شوې او په سېنېټ کې د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان هم دغه خبره راپورته کړې وه.
د بونېر سره تعلق لرونکي يو بل خبريال عزيز بونېري هم ګابا ته قانوني نوټس ورکړی ؤ.
د تړون په وخت د ګابا مالکانو وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل هغوی په خپلو کړو د بونېريانو او ټولو پښتنو نه بخښنه غواړي او په تړون کې کړې وعدې به پوره کوي.
د ياد تړون غونډه په کراچۍ کې د جمعیت علمااسلام ف ګوند د سند څانګې يو مشر مولانا محمد عياث په مينځګړيتوب او د عوامي نيشنل ګوند د سندهـ څانګې جنرل سيکرټري يونس بونېري په مشرۍ راجوړه شوې وه.
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې يونس بونېري وويل، په ټولنيزو رسنيو د ګابا پرضد د بونېريانو او ټولو پښتنو لخوادې مسله راپورته کېدو دا اداره دې ته مجبوره کړه چې بخښنه يې وغوښته.
نوموړي وويل که پښتانه په شریکه قامي کشالو ته رايوځای کيږي، د سياسي، جمهوري، قانوني او ائيني لارې تپوس کوي لرې نه ده چې ټولې ورپېښې مسلې يې هواري شي.