لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: عدالت د کورنيو چارو وزارت ته ويلي د امریکايي بلاګرې په اړه رپوټ ته بيا کتنه وکړي


د پاکستان د اسلام اباد هايکورټ د کورنيو چارو د وزارت هغه رپوټ د اطمينان وړ نه دی بللی کوم چې د امریکايي بلاګرې په اړوند عدالت ته وړاندې کړی شوی دی.

د امریکايي بلاګرې پرضد د پاکستان پيپلز ګوند يو غړي افتخار احمد عدالت ته خواست کړی چې د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړي چې د ویزې او پاسپورټ په معامله امریکايي بلاګره سېنتیارېچي د پاکستان نه اوباسي او د دې ترڅنګ يې پرې د پيپلز ګوند د مشرانو پرضد د بدنامولو د ټويټس کولو تورونه هم لګولي دي.

سېنیتا رېچي د جون د میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د پاکستان پیپلزپارټۍ په یو شمېر مشرانو د جنسي تېري او په جنسي توګه د هغې د ویرولو تورونه لګولي وو چې پکې د پاکستان پخوانی وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني، د کورنیو چارو پخواني وزیر رحمان ملک، مخدوم شهاب الدین شامل دي. دغو سیاستوالو د سېنیتا ریچي الزامات رد کړي دي.

رپوټونه وايي سېنتیا رېچي د پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بهټو په اړه یو لانجمن ټویت هم کړی و چې پیپلزپارټۍ پرې سخت ردعمل وښودلو او د هغې خلاف یې د اېف ايي ای د سایبر جرمونو خلاف څانګه ته یې کېس یوړو.

تېره اوونۍ د د کورنيو چارو وزارت اسلام اباد هايکورټ ته ځواب وړاندې کړی چې بلاګرې په پاکستان کې د اوسېدو دپاره د ويزې موده غځولې ده، خو وزارت د پيپلز ګوند د تورونو په اړه څه نه ؤ ويلي.

عدالت ته ویل شوي هغه په کاروباري ويزه راغلې او هغه د پوځ د مطبوعاتي څانګې ايي اېس پي ار او د خېبرپښتونخوا د فلمونو په پروژو کار کوي.

د بلاګرې پرضد د خواست کوونکي وکيل لطيف کهوسه عدالت ته ويلي بلاګره د پاکستان په کومه انتخابي حلقه کې رجسټرډ نه ده بيا هغه څنګه کولی شي چې د ځايي سياست په اړه ټويټس وکړي.

چيف جسټس اطهرمن الله ويلي په بلاګره د پيپلز ګوند تورونه سنجيده دي او عدالت د بلاګرې لخوا د پوځ او خېبرپښتونخوا د فلمونو د پروژو په اړه مالومات غوښتي دي.

د کورنيو چارو وزارت د عدالت نه وخت غوښتی او عدالت د څلورم اګست پورې قضيه ځنډولې ده.

XS
SM
MD
LG