لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان غواړي په افغانستان کې شخصي کمپنۍ او مرستندویه ادارې تر کنټرول لاندې راولي


واشنګټن – طالب چارواکي وايي، دوی غواړي په افغانستان کې ټولې شخصي کمپنۍ او مرستندویه ادارې له دوی سره ځانونه راجسټر کړي.

د رایټرز خبري ادارې د راپور له مخې دغه حکم تېره اونۍ په داسې حال کې شوی چې افغان حکومت او طالب چارواکي په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره بین الافغاني خبرو ته ځانونه تیاروي.

د دغې ډلې یو ویاند وویل، د دوی چارواکو دا موندلې ده چې یو شمېر کمپنۍ او انجیو ګانې داسې فعالیتونه کوي چې د هېواد د ملي ګټو پرضد دي.‌

د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد وايي، "مونږ به هېڅ یوې ادارې ته دا اجازه ور نه کړو چې زمونږ د هېواد او دین د ګټو پر خلاف کار وکړي. نو ځکه مونږ غواړو چې ټولې راجستر شي تر څو یې په اړه معلومات ولرو."

د افغانستان حکومتي چارواکي وايي، طالبانو په بې صبرۍ سره هڅه کوي چې پر حکومتي چارو باندې خپله اغیزه ولري.

د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي، "طالبان یوه ترهګره ډله ده. دوی هېڅ حق نه لري چې په کمپنیو او انجیوګانو باندې زور راوړي چې له دوی سره ځانونه راجستر کړي."

تمه ده بین الافغاني خبرې هم د قطر په پلازمېنې دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د شوي تړون له مخې وشي. واشنګټن غواړي ددې خبرو د پیلېدو په لاره کې شته خنډونه هوار کړي تر څو افغان دولت او طالبان دواړو د خبرو مېز ته راولي.

افغان سیاسي کارپوه انجینیر مطیع الله خروټي امریکا ډیوې ته وویل، طالب مشران داسې انګېري چې د افغانستان حاکمیت دوی ته سپارل شوی دی او له همدې امله دوی د راتلونکې لپاره داسې طرحي وړاندې کوي.

ښاغلی خروټی وايي، دی داسې فکر کوي چې طالبانو ته د سولې په خبرو کې د امریکا او په ځانګړي توګه د زلمي خلیلزاد لخوا داسې لوی امتیازونه ورکړل شوي‌ دي چې د هغو پر بنسټ طالبان داسې غوښتنه کوي.

خو هغه زیاتوي، "دا هر څه له وخته ډېر مخکې غواړي. هغه زیاتوي، طالب هم تر اوسه له مرکزی حکومت او افغان ولس سره کومه روغه جوړه نه ده کړې خو د خپلې اغیزې د پراخولو هڅه کوي. زه فکر کوم دا به له وخته ډېر مخکې وي چې طالبان داسې یوه غوښتنه کوي."

وسلوال طالبان له ۲۰۰۱ کال څخه په افغانستان کې د امریکا لخوا د دوی د رژیم له ړنګېدو راهیسې جګړه کوي چې له امله یې د هېواد یو اندازه سیمه تر خپلې ولکې لاندې هم راوستې ده.

بهرنۍ مرستې د افغانستان د اقتصاد د ملا د تېر حیثیت لري او تر ۲۲۰۰ زیاتې انجیوګانې په افغانستان کې د تعلیم، روغتیا او مالي ملاتړ به برخه کې کار کوي.

تېر کال طالبانو د سره صلیب او د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او په دفترونه باندې بندیز لګولی وو او په دې یې تورن کړي وو چې د واکسین ورکولو د کمپاینونو پر وخت مشکوک فعالیتونه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG