لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د "پنجاب تحفظ بنياد اسلام" په نوم قانون به مسلکي تشدد ته هوا ورکړي، د بشري حقونو کمېشن


د پاکستان پنجاب اسمبلۍ د روانې مياشتې په ۲۳مه نېټه د "پنجاب تحفظ بنياد اسلام" په نوم قانون پاس کړی ؤ چې پرې د ټولنې د بېلا بيلو طبفو او فکر لرونکو ترڅنګ واکمن ګوند هم نيوکې کړې دي.

دا وخت په پنجاب کې د پاکستان تحريک انصاف حکومت دی.

د بشري حقونو کمېشن د دغه قانون په اړه ويلي دا قانون به مسلکي تشدد ته هوا ورکړي او دا يې د سوچ او فکر په ازادۍ ګوزار ګرځولی دی.

د ياد کمېشن مرکزي عمومي سېکتر حارث خليق وي او ای ډيوه ته وويل دا د دانشورۍ او پوهې په ازادۍ ګوزار دی چې زيات اغېز به يې په مذهبي مسالکو پرېوځي.

هغه وويل د دې قانون سره به مذهبي فرقه ييزې فاصلې لا زياتې شي. دا يو عجيبه قانون دی چې د پنجاب صوبې نه بهر که يو کتاب چاپ کېږي نو هغه ځايي خلک نه شي لوستی.

په دې قانون کې د تاريخ په حواله ويل شوي دي او دا به د شيعه سني مسلمانانو ترمنځه اختلاف ته دوام ورکړي او د نورو مذهبونو د منونوکو لپاره پکې ويره او بندېزونه اچول شوي دي.

د پاکستان تحريک انصاف د ساينس او ټېکنالوجۍ مرکزي وزير فواد چوهدري هم تېره ورځ په ټولنيزو رسنيو ټوېټر يو بيان کې ويلي، "ما قانون نه دی ويلی، د پنجاب په پارليمان کې داسې ماحول جوړ کړی شوی دی چې هر غړی يو نوی تحريک راوړي او وايي که د دې مرستې ونه شوې نو اسلام په خطره کې دی. دې سره مونږ مذهبي او فرقه ييز تشدد په دلدل کې ښخېږو. "

په خېبرپښتونخوا کې قانون پوه طارق افغان وايي د دې قانون سره د کم شمېره طبقو حقونه هم د خطر سره مخ شوي دي. په غېرجمهوري طريقه دا قانون منظور کړی شوی دی او داسې ښکاري چې د امريت د دور په رنګ دا قانون به د کم شمېره طبقو په ضد کارول کېږي.

د ‘پنجاب تحفظ بنياد اسلام‘ په نوم دغه قانون په پنجاب اسمبلۍ کې په متفه توګه منظور کړی شوی ؤ چې پکې د پېغمبرانو، صحابه کرامو او اهل بېت د نومونو پشمول متبرک نومونه ليکل لازمي ګرځول شوي دي او د پنجاب صوبې د ميډيا د څانګې ډايرېکټر جنرل ته دا واک ورکړل شوی دی چې د قامي مفادو، ثقافت، مذهبي اقدارو او مذهبي هم اهنګۍ په ضد کتابونو ته د چاپ کېدو اجازه ورنه کړي او دا رنګ کتابونه په خپله ولقه کې واخلي.

د دې ترڅنګ دا اختيار هم ورکړل شوی دی که څوک د دې قانون نه سرغړونه کوي نو ورله د پينځه کاله بند او پينځه لکه جرمانې سزا ټاکل شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG