لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: د مذهب په سپکاوي تورن تن عدالت کې د جج  وړاندې په ډزو وژل شوی

د خېبرپښتونخوا په سر ښار پېښور کې يو تن په عدالت کې دننه په ډزو وژل شوی دی، راپورونه وايي وژل شوی تن طاهر احمد نسيم نوميږي احمدي/ قاديانی ؤ او د مذهب د سپکاوي د تور په مقدمه کې عدالت ته راوستل شوی ؤ.

د پېښور ښار د ختيځې يا شرقي پوليس تاڼې يو چارواکي وي او ای ډیوه سره په خبرو کې پخلی وکړو چې دغه پېښه د شرقي تاڼې په علاقه کې په عدالت کې مخې ته راغلې ده.

پوليس چارواکي اسرار وويل دغه تن عدالت ته د جېل نه راوستل شوی هلته پرې يو بل تن درې ډزې کړي او په ځای يې وژلی دی.

هغه وويل کوم تن چې ډزې کړي هغه نيول شوی دی.

پوليس چارواکي وويل په وژل شوي تن په کال 2018م کې د پېښور په سربند تاڼه کې د پېغمبر اسلام (ص) په شان کې د سپکاوي مقدمه درج شوې وه.

د سربند تاڼې يو چارواکي انتخاب وي او ای ډيوه سره په خبرو کې پخلی وکړو چې د دغه تن پرضد 295 ای، 295 بی 295 سي مادو لاندې د مذهب د سپکاوي مقدمه درج شوې وه.

هغه وويل په ياد تن يو ځايي مولا مقدمه درج کړې وه.

پوليس چارواکي زیاته کړه طاهر احمد نسيم د نيولو وروسته په دوېمه ورځ جېل ته لېږل شوی ؤ، او اوس يې پرضد په عدالت کې مقدمه روانه وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG