لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا قبائیلي ضلعو کې جینکو زده کوونکو ته میاشتنۍ وظیفې مقرریږي


د خېبرپښتونخوا د تعليم محکمې اعلان کړی چې د قبايلي ضلعو په ۲۸۸ ښوونځيو کې به ۲۱زره د شپږم ټولګي نه تر لسم ټولګي ښځینه محصلینو ته ۱۰۰۰ روپۍ هره مياشت د امدادي رقم په توګه ورکول کېږي.

د دوئ په وينا چې دا پېسې به هغه زده کوونکو ته ورکول کېږي چې په مياشت کې ۷۰فيصده حاضري لري.

د خېبرپښتونخوا د تعليم د محکمې يو مشر (پلاننګ افسر) حشمت خان وايي د دې منصوبې سره به نوې زده کوونکې ښوونځيو ته تګ پېل کړي او د وړاندې په زده کړو دبوختو ښځینه محصلینو د تعلیم نه دلاس اخستو کچه هم کمېدی شي.

نوموړی وايي دوئ به هڅه کوي هغه ماشومانې چې ښوونځي ته نه راځي دا به د هغوي راتګ ته لارې برابر کړي.

حشمت خان وايي د خوراک د نړيوال پروګرام (ورلډ فوډ پروګرام) ترڅنګ صوبايي حکومت پلان لري چې د قبايلي سيمو د ښووځنيو زده کوونکو ته ۵۰۰ روپۍ او د شپږم نه تر لسم ټولګي زده کوونکو ته د مياشتې ۱۰۰۰ روپۍ ورکړي.

د خېبرپښتونخوا حکومت د دې پلان لپاره په تېره بوديجه کې درې اعشاريه اووه اربه روپۍ بېلې کړې دي.

چارواکي امکان څرګندوي چې د خوراک نړيوال پروګرام او خېبرپښتونخوا حکومت دا پلان د ستمبر د مياشتې نه پېل شي.

د ياد وړ ده چې په قبايلي سيمو کې له وړاندې د ورلډ فوډ پروګرام له خوا ښوونځيو ته خوراکي شيان ورکول کېدل خو وروستو دغه لړۍ ودرېدلې ده.

په ضلع مومند کې د هغه وخت د ورلډفوډ پروګرام چلوونکی دست علي وايي په ۲۰۱۲،۱۳م کې د خوراکي موادو ورکولو سره ښوونځيو ته د ماشومانو د راتګ شمېره زياته شوې وه او د امداد بندېدو وروستو ماشومانو ښوونځيو ته راتګ بند شوی دی.

د خېبرپښتونخوا د تعليم د محکمې د چارواکو په وينا په قبايلي سيمو کې د ليک لوست شرح ۳۳ فيصده ده خوا دا شرح په ښځو کې يواځې ۱۴ فيصده ده کومه چې وړاندې درې فيصده وه.

چارواکي زياتوي په قبايلي سيمو کې د جينکو د تعليم د کمې شرحې لويه وجه غربت دی او د دا رنګ پروګرامونو سره به دغه شرح سيوا شي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG