لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په داعش خراسان ډله کې ډېر مشران د اورکزو څخه ولي دي؟


ISIS AFGHANISTAN
ISIS AFGHANISTAN

د افغانستان د ملي امنیت یا این ډي ایس ادارې د خالي- شنبې په ورځ ويلي چې د ضیاوالرحمن په نوم د داعش خراسان ډلې لوړپوړی مشر یې وژلی چې د اسدالله اورکزي په نامه مشهور وو.

ملي امنیت د عملیاتو ټاکلی ځای نه دی ښوولی خو د افغانستان مطبوعاتو ويلي افغان ځواکونو دغه عملیات د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار په مولوي خالص فامیلو سیمه کې کړي دي.

افغان چارواکو ويلي د داعش د دې مشر تعلق د پاکستان د اورکزۍ قبایلي ضلعې د اخېل نومې کلي سره دی، او زياته کړې يې ده چې هغه په افغانستان کې په افغان ځواکونو او عامو خلکو د یو شمېر وسلوالو بریدونو په پلانولو کې لاس درلود.

د داعش نور اورکزي مشران

د ضیاوالرحمان يا اسدالله اورکزي نه وړاندې درې نور کسان چې د داعش مهم مشران ګڼل کېده او وژل شوي د هغو تعلق هم د اورکزو سره ؤ.

په دغو کسانو کې د داعش خراسان ډلې اعلانوؤنکی حافظ سعيد اورکزی، ابوسعيد اورکزی او شاهدالله شاهد چې خپل نوم يې شېخ مقبول ؤ، دوی درې واړه په افغانستان کې وژل شوي وو.

حافظ سعيد اورکزی په کال 2016م کې د امریکا او ايتلافي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی ؤ.

او شاهدالله شاهد چې د پاکستاني طالبانو د مشر حکيم الله محسود او بيا د فضل الله سره مرکزي وياند پاتې شوی هغه په کال 2015م کې په داعش خراسان ډله کې اعلان کړی او د داعش د هغه وخت مشر ابوبکر البغدادي په لاس يې د بېعت کولو ويلي ؤ.

شاهدالله شاهد هم په کال 2015م کې په افغانستان کې په ډرون بريد کې وژل شوی او د هغه تعلق هم د اورکزو سره ؤ.

د روان کال د اپرېل په مياشت کې افغان چارواکو ويلي د داعش اوسنی مشر استاد اسلم فاروقي يې په کابل کې سره د 19 کسانو نیولی دی، د ده تعلق هم د اورکزو سره ښودل کيږي.

د اورکزو خلک ولې په داعش کې ډېر دي؟

خبريال صفدر حيات داوړ وايي په کال 2015م کې د پاکستاني طالبانو څخه جدا شوې لس کسيزه ډله افغانستان ته لاړه او هلته يې د ابوبکر البغداي په لاس بېعت وکړو او په داعش کې شامل شو.

وي اوای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل په دوی کې درې مهم کسان يو اسلم فاروق چې خپل نوم يې عبدالله دی، شاهد الله شاهد او حافظ سعيد اورکزي شامل ؤ، د دوی درې واړو تعلق د اورکزو سره ؤ.

هغه وويل په داعش خراسان کې د لومړۍ نه اورکزي په مهمو څوکو پاتې شو ځکه دوی بيا د هنګو، کوهاټ، اورکزۍ او کرمې نه خپل پلويان د ځان سره په دې ډله کې شامل کړه.

په اورکزو کې د داعش مشرانو د کومې علاقې سره تعلق درلود

ويل کيږي چې په داعش خراسان کې د اورکزو څومره مشران هم پاتې شوي په هغو کې د زياترو تعلق د بره اورکزۍ ماموزۍ علاقې سره ؤ.

استاد اسلم فاروقي چې د حکيم الله محسود سره په ټي ټي پي کې ؤ او د هغه ښی لاس ګڼل کېدو د حکيم الله محسود د وژنې وروسته چې کله د پاکستاني طالبانو په دې ډله کې اختلافات رامنځته شو نو فاروقي ترې هم ځانله شو.

ويل کيږي هغه د 1400 نه زيات پلويان په داعش کې د ځان سره شامل کړه.

د فاروقي په اړه ويل کيږي هغه ته استاد ځکه ويل کيږي چې په اورکزو کې يې خپله مدرسه لرله او د 90 په لسيزه کې هغه په علاقه کې په ډېرو څيزونو بندېز لګولی ؤ لکه د ټيلي ويژن ډش انټينا وغېره.

د ځايي خلکو په وېنا د فاروقي کورنۍ يوه ديني کورنۍ ګڼل کيږي او د 90 د لسيزې نه وړاندې هم دوی په علاقه کې د شيعه ؤ سره جنګېدلې دي.

ډاکټر اشرف د اورکزو داعش مشرانو په اړه څه وايي؟

ډاکټر اشرف هم د صفدر حيات داوړ خبره تائيدوي چې د داعش ډلې لومړي مشران د اورکزو ؤ او د اول سر نه دا ډله اورکزو په لاس کې اخستې ځکه پکې د دوی اثر او مشري ډېره پاتې شوې ده.

هغه وويل داسې هم نه ده چې اورکزۍ د افغانستان سره نېغ په نېغه پوله لري خو د مشرانو د اثر له امله يې د داعش مشري کړې ده.

داعش خراسان ډله چرته ده؟

داعش خراسان ډله د افغانستان په ننګرهار او ځینو شمالي ولایتونو کې فعاله ده، افغان حکومت تېر کال دعوه کړې وه چې دا ډله یې په بشپړه توګه ځپلې ده خو له هغه را وروسته هم په کابل او ځینو نورو سیمو کې د ډېرو بریدونو ذمه واري دې ډلې منلې چې په نتیجه کې یې لسګونه عام خلک خصوصاً شیعه افغانان وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG