لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عوامي نیشنل ګوند:دخیبر پښتونخوا صوبې نه لرغوني اثار غلا کړل شوي دي


عوامي نیشنل ګوند اندېښنه ښکاره کړې ده چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې د لرغونو اثارو محکمې څخه یو شمیر لرغوني اثار غلا کړل شوي اؤ د لرغونتیا د نړیوالې ادارې یونیسکو څخه یې غوښتنه کړی چې باید خپل یو پلاوی خیبر پښتونخوا کې د پرتو ټولو لرغونو اثارو دکتنې دپاره واستوي.

خو دخیبر پښتونخوا صوبې د لرغونو اثارو د محکمې مشر ډاکټر عبدالصمد بیا دا تورونه بې ځایه اؤ سیاسي مخ ملازې په خاطر بللي دي اؤ وایي دصوبې دلرغونو اثارو څخه یو توکی هم تر اوسه چا نه دی غلا کړی اؤ نه یې غلا کولی شي.

د زیارت په ورځ پېښور کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وینا کې دعوامي نیشنل ګوند صوبایي ویاندې ثمر هارون بلور پخپله وینا کې ویلي چې عوامي نیشنل ګوند اندېښنه لري د صوبې څخه یو شمیر لرغوني اثار غلا کړل شوي اؤ‌ ددې غلا د معلومولو په خاطر یې یونیسکو ته لیک استولی چې باید خپل یو پلاوی رالیږي اؤ هغه ټول مقامات وڅاري چرته چې د صوبې مهم لرغوني تاریخي اثار پراته دي.

هغې ددې محکمې په صوبایي مشر ډاکټر عبدالصمد تور ولګولو چې د پي ټي ایي دحکومت دپاره کار کوي اؤ پېښور کې یې د هیریټیج ټریل په نوم د زړو ودانیو اؤ نخښو نخښانو بیرته خپل زوړ حالت ته د راوستلو پروژه هم ددې دپاره پیل کړې وه چې ټولټاکنو کې د پي‌‌ ټي ایي بریالیتوب ته لاره هواره کړي.

دخیبر پښتونخوا د ځانکړو اثارو د محکمې په مشر ډاکټر عبدالصمد تر دې دمخه هم دغبن بیلابیل تورونه لګول شوي وؤ اؤ تیر کال هغه دغبن په تورونو کې داحتساب محکمې نیب هم نیولی اؤ زندان ته اچولی ؤ خو وروسته بیا پخپله څوکۍ ولګول شو.

ثمر هارون بلور وویل دمحکمې مشر ځان پخپله په دغه څوکۍ مقرر کړی دی اؤ دهغه دمشرۍ په موده کې دپېښور ښار دننه زیاتره لرغونې تاریخي ودانۍ بدمعاشانو اؤ اثر لرونکو خلکو قبضه کړي اؤ ړنګې کړي دي.

خو وي او ای ډیو چې د ثمر هارون بلور په دې تورونو د لرغونو اثارو د محکمې دمشر ډاکټر عبدالصمد سره تماس ونیولو نو هغه دا ټول تورونه عبث اؤ یوازې سیاسي مخ ملازه وګرځوله.

ډاکټر عبدالصمد وویل “زه خو حیران دا یم چې دا خلک ولې خپلو سیاسي ګټو دومره لیوني کړي چې دهیواد ګټې یې په داؤ لګولي دي، دوئ دافکر نه کوي چې د دوئ په دې بې ځایه تورونو ټوله نړۍ کې دپاکستان نوم بدنامیږي”

هغه وویل دخیبر پښتونخوا دیو میوزیم څخه هم تراوسه نه خو کوم لرغوني اثار چا پټ کړي اؤ نه یې پټولی شي ځکه چې ددې اثارو د ساتنې دپاره یو مربوط اؤ کوټلی نظام وجود لري.

د ډائریکټر عبدالصمد په وینا “دا څه ګپ نه دی چې خلک به د زرګونو کالو لرغوني اثار د صوبې نه پټوي اؤ نیب یا نورې ادارې به پرې نه خبریږي”

نوموړي وویل صوبه کې دپرتو ټولو لرغونو اثارو ریکارډ موجود دی اؤ که څوک داسې تورونه لګوي نو هغوئ باید اړونده ادارو ته مراجعه وکړي چې د تورونو حقیقت یې په ډاګه شي.

ډاکټر عبدالصمد زیاتوي په داسې تورونو نړۍ ته دپاکستان دخراب انځور وړاندې کولو اؤ ددې تاثر ورکولو هڅې کولی شي چې ګنې پاکستان کې دبدهـ دور لرغوني اثار خوندي نه دي اؤ نه پاکستان دګندهارا تهذیب دپاتې شوؤ نخښو د ساتنې وړتیا لري.

هغه وویل دهیڅ یو سیاسي ګوند سره تړاؤ نه لري اؤ تر دې وړاندې پرې هم داسې بې اساسه تورونه لګول شوي وؤ خو بیا دنیب یا احتساب محکمه کې پرې یو تور هم ثابت نه کړل شو.

په خیبر پښتونخوا صوبه کې دګندهارا تهذیب سره تړاؤ لرونکي په زرګونو لرغوني توکو په بیلابیلو میوزیمونو کې خوندي دي اؤ ددې ترڅنګ د بودها مجسمې هم په ګڼ شمیر کې دلته موجود دي چې دهغې د کتلو دپاره هرکال په ګڼ شمیر سیلانیان دبهرنیو هیوادونو نه دپېښور اؤ خیبر پښتونخوا صوبې بیلابیلو سیمو ته ورځي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG