لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوټه کې وکیلان د اتم اګست 2016م د وکيلانو د وژنې په ياد کې توره ورځ نمانځي


په کوټه کې وکيلان د کال 2016م د اګست د پېښې په ياد کې توره ورځ نمانځي، څلور کاله وړاندې په دې ورځ د کوټې په سېول روغتون کې په يو ځانمرګي بريد کې د 70 نه زيات کسان وژل شوي چې 56 پکې وکيلان وو.

د بلوچستان هايکورټ بار وکيلانو د وژل شوؤ وکيلانو دپاره دعا وکړه وکيلانو د کوټې په ګډون د صوبې په عدالتونو کې تور بېرغونه پورته کړه او وکيلان د احتجاج په توګه عدالتونو ته نه دي حاضر شوي.

په کوټه کې په اتم اګست د وکيلانو د اتحادي د مشر بلال انور کاسي د هدفي وژنې او بيا په سېول روغتون کې د ځانمرګي بريد زمه واري د طالبانو جماعت الاحرار ډلې منلې وه. هغه وخت د جماعت الاحرار ډلې وياند احسان الله احسان ؤ.

د بلوچستان وزيراعلی جام کمال خان ويلي، د کوټې د سېول روغتون په پېښه کې ککړ ترهګر او د هغو مشران منطقي انجام ته رسول شوي دي.

د بلوچستان بار کونسل مرستيال مشر منيراحمد کاکړ وايي د اتم اګست د پېښې وروسته په وکيلانو کې يو په دوه زیاتوالی شوی او ډېر کسان د وکالت شعبې ته راغلي دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د دوی نه 56 مړه کړی شو خو نور 500 وکيلان جوړ شو.

هغه وويل که چا غوښتل چې په وکيلانو د بريد او د هغوی د وژنې د لارې به د دوی مخه ونيسي قانوني لارې به يې بندې کړي، دوی د هغې نه نور ډېر وکيلان پېدا کړه.

کاکټر د اتم اګست د پېښې د پلټنو دپاره د جوړ عدالتي کمېشن په سپارښتنو د عمل کولو غوښتنه وکړه.

د جسټس قاضي فايز عيسی عدالتي کمېشن په خپلو سپارښتنو کې ويلي ؤ که رياستي ادارو له دې بريد وړاندې د ترهګرۍ د بريدونو قضيې تعقيب کړی وی د اتم اګست د بريد مخه به نيول شوې وه.

په کمېشن کې د هغه وخت د صوبې د اعلی وزير، د کورنيو چارو وزير او وياند بيانونو ته غېر زمه واره ويل شوي او زیاته کړی شوې وه چې په پلټنو کې ويل شوي چې د بريد کوونکو ترهګرو په افغانستان کې رابطې وې خو ويل شوي ځانمرګی بريد کوونکی پاکستانی ؤ او د هغه سره به دلته هم څوک ملګري وو.

د کمېشن په رپوټ کې د کورنيو چارو مرکزي وزارت د ترهګرۍ پرضد جګړه کې ناکامه ياد کړی شوی ؤ.

اېډوکېټ ولي ناصر وايي، د اتم اګست د پېښې څلور کاله وشو او دا پېښه به د خلکو دپاره څلور کاله زړه وي خو د دوی دپاره هغه شان تازه ده لکه هغه ورځ، هغه وويل دوی خپل ملګري وکيلان هېر کړي نه دي تل به د هغو په لار ځي او کله به هېر نه کړي.

د کوټې په سېول روغتون کې د وکيلان د وژنې د څلورم تلين په تړاؤ بيان کې جام کمال خان ويلي دوی د وژل شوؤ د کورنيو سره په غم کې شریک دي، او زياته کړې يې ده د يادې پېښې له امله چې کومه خلا رامنځته شوې د هغې د پوره کولو دپاره د ځوانانو وکیلانو دپاره په بهر ملکونو کې د لوړ زده کړو دپاره پروګرام جوړ کړی شوی دی.

رويټرز هغه وخت ويلي ؤ داعش هم په وکيلانو د بريد زمه واري منلې وه.

او د هغه وخت د بلوچستان صوبې وزيراعلی ثناالله زهري ويلي ؤ په کوټه او نورو علاقو کې په بريدونو کې د هند د استخباراتي ادارې (را) ککړتيا هم نه شي ردولی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG