لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنګله کې دګل پاڼې په ویډیو احتجاج،خو پنجاب کې دجومات دننه دګډا په ویډیو خلک څه وایي ؟


دپنجاب دسرښار لاهور په یو تاریخي جومات وزیر خان کې دسندرې د ریکارډنګ مخې ته له راتلو وروسته په سوشل میډیا یو شمیر خلکو پوښتنې راولاړې کړي چې ولې دپنجاب په جوماتونو کې دسندرو اؤ ګډاګانو ریکارډنګ کیږي اؤ دپښتنو په جوماتونو کې نمونځ کوونکي هم په امن کې نه دي؟

په ټولنیزو رسنیو بیا ځېنو فعالینو حکومت ته پېغورونه کړي چې کله په دې وروستیو کې پښتنې سندر غاړې ګل پاڼې دخیبر د ډي سي په میلمستون کې دټیک ټاک دپاره یوه وړه ویډیو جوړه کړه نو حکومت پرې پلټنې مقرر کړې خو دپنجاب جوماتونو کې دسندرو اؤ نڅاه ویډیوګانې ریکارډ کیږي اؤ حکومت پرې غلی دی.

تیره ورځ دپاکستان داردو ژبې دهنرمندانو سبا قمر اؤ بلال سعید د یوې سندرې لنډیز په ټولنیزو رسنیو خپور شوی ؤ چې دغه ویډیو دلاهور په تاریخي جومات وزیر خان کې ریکارډ شوې وه.

د ویډیو مخې ته د راتلو سره سم په سوؤنو خلکو دسوشل میډيا دلارې نیوکې وکړې چې جومات دالله کور دی اؤ بلال سعید اؤ سبا قمر دجومات دننه په ګډا کولو دالله د کور بې حرمتي کړې ده.

په ویډیو کې بلال سعید اؤ سبا قمر د واده په جامو کې ښودل شوي اؤ داسې تاثر ترې راولاړیږي چې ګنې هغوئ دجومات دننه ګډیږي خو بلال سعید اؤ سبا قمر په دې ویډیو د خلکو د زیاتو نیوکو نه وروسته په ټوئټر سپیناوی کړی چې دا دجومات دننه د نکاح دیو سین ریکارډنګ دی چې پکې ترشا هیڅ رقم ساز نه دی غږول شوی.

هغوئ لیکلي که بیا هم په دې ویډیو دچا زړونه ازار شوي وي نو دوئ ترې بخښنه غواړي.

خو دپاکستان د وزیراعظم عمران خان ځانګړي معاون ښاغلي شهباز ګل بیا دګډا دا یو ویډیو په ټوئتر خپره کړې ده ده اؤ د اداکارې سبا قمر په مخاطب کولو سره یې ورته لیکلي دا محترمه وایي چې دا یوازې دنکاح سین ریکارډ کړل شوی دی.

هغه زیاتوي چې هنرمندان ټولنه کې اخلاقیاتو ته وده ورکوي خو زمونږ څو هنرمندان خو په سپین سترګۍ سره دروغ وایي

په ټوئټر ددغه سندرې اړوند یو داسې مکتوب هم خپور شوی چې پکې دپنجاب د اوقاف محکمې د ریکارډنګ یوې شخصي کمپنۍ ته د دیرشو زرو روپو په بدل کې د جومات دننه د ریکارډنګ کولو باقاعده اجازه ورکړی دی.

خو داجازت نامې په دغه مکتوب کې په واضحه ډول شرط اېښودل شوی چې د ریکارډنګ په مهال به جومات کې داسې هیڅ کار نه کیږي چې د جومات تقدس ورسره پائمالیږي یا داسلامي شعائرو په ضد وي.

د وزیر خان جومات دننه د سندرې ریکارډ کولو دا اجازت په داسې حال کې ورکړل شوی چې پاکستاني رسنۍ وایي پنجاب کې د اوقافو محکمې په تاریخي بادشاهي جومات، وزیرخان اؤ ځېنو نورو جوماتونو کې واده ښادیو دپاره په کاروباري رسامۍ هم له مخکې بندیز لګولی دی.

په سوشل میډیا ددې ویډیو په ضد د خلکو دسخت غبرګون نه روسته دپنجاب دمذهبي چارو وزیر پیر سید سعیدالحسن شاه ددې سندرې د ریکارډنګ دپلټنو امر کړی اؤ د اوقافو دمحکمې درې مامورین یې دخپلې ندې نه ګوښه کړي دي.

پاکستاني رسنۍ وایي دپنجاب د مذهبي چارو وزیر د درېوؤ ورځو دننه ددې پېښې په هکله رپورټ غوښتی اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي دي چې داسې غیرمسولانه ګامونه به کله هم ونه زغمل شي.

په عین حال کې دحسن په نامه د لاهور یو استوګن په اقبال ټاؤن تاڼه کې پولیسو ته یوه عریضه کړې ده چې باید د جومات په سپکاوي کولو د سبا قمر اؤ بلال سعید په ضد مقدمه درج کړي.

پېښور کې په دنده بوخت خبریال ګل حیان باجوړي په فیس بک لیکلي چې پښتنې سندرغاړې ګل پاڼې د خیبر د ای سي بنګله کې د ټیک ټاک یوه ویډیو جوړه کړه اؤ خلکو اسمان په سر را واخستو اوس سبا قمر د الله په کور کې ګډا اؤ سندره ریکارډ کړه خو دمدینې ریاست اوده دی.

تیره میاشت پښتنې سندرغاړې ګل پاڼې دخیبرقبائیلي ضلعې د اسسټننټ کمشنر په میلمستون کې د ټیک ټاک یوه لنډه ویډیو جوړه کړې وه چې دهغې په ضد بیا دخیبر پښتونخوا چیف سیکرټري اؤ دخیبر ډپټي کمشنر دپلټنو امر کړی ؤ .

همداشان په خیبر ایجنسۍ کې دمذهبي ګوندونو لخوا ددغه ویډیو په ضد احتجاجي مظاهرې هم شوې وې چې ولې ګل پاڼې ته یوه دولتي ودانۍ کې د ویډیو جوړولو اجازه ورکړل شوې ده.

د سبا قمر اؤ بلال سعید په جومات کې د ګډا د ویډیو مخې ته په راتلو سعودي کې میشت پښتون لیکوال سید نبي احمد زي هم په فیس بک لیکلي چې ګل پاڼې لویه ګناه کړې وه که دې جوړې؟

هغه وایي ګل پاڼې په عام ځائ کې ویډیو جوړه کړې وه اؤ دپنجاب دې هنرمندانو دالله کور کې ویډیو جوړه کړې ده خو اوس به ګورو چې وزیراعلی صیب څه ایکشن اخلي.

د بشیر هیواد پال په نوم یو فعال په فیس بک لیکلي دپښتنو په جوماتونو کې خو نمونځ کوونکي هم په امن کې نه دي خو دپنجاب‌ په جوماتونو کې دسندرو اؤ ګډاګانو ویډیوګانې جوړیږي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG