لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په وړومبي ځل مهمند قبائیلي ضلعه کې ماشومانو دپاره ځانګړې محکمه پرانستل شوه


دخیبر پښتونخوا دقبائیلي ضلعې مومند په مرکز غلنۍ کې وړومبي د ماشومانو عدالت کار شروع کړو چې پرانسته یې د پیښور هایي کورټ مشر قاضي جسټس وقار احمد سیتهـ دخالي په ورځ پېښور کې کړې ده.

تر دې وړاندې هم په خېبرپښتونخوا کې د ماشومانو د ساتنې د قانون ۲۰۱۰م او د مرکزي حکومت د ۲۰۱۸م د قانون لاندې په خېبرپښتونخوا کې د جنسي تېریو او په ماشومانو د مقدمو لپاره درې خصوصي عدالتونه جوړ کړی شوي دي.

غلنۍ کې دماشومانو دپاره دځانګړي عدالت دپرانستې ددستورې په مهال دپېښور هائیکورټ رجسټرار خواجه وجیح الدین وي او ای ډیوه ته ویلي دا صوبه کې څلورم او پخوانۍ فاټا کېو ړومبی د ماشومانو عدالت دی او حکومت د نورو اوو عدالتونو د حوړولو منظوري هم ورکړې ده.

د ګروپ ډیویلپمنټ پاکستان په نوم دغیر دولتي ادارې مشره میرمن ویلري خان یوسفزۍ وایي پاکستان کې د څوارلسو کالو نه د کم عمره ماشومانو ابادي څلور دیرش فیصده ده او مونږ له به نور داسې عدالتونه هم پرانستل پکار وي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغې ویلي دماشومانو حقونه په هره ټولنه کې مقدم ګڼل کیږي خو دلته زیاتره ماشومان دخپلو حقونو څخه بې برخې دي اؤ په هغوئ مختلف قسمه تیري کیږي چې ددې مخنیوي دپاره دځانګړو عدالتونو جوړښت یو مهم ګام دی.

د خیبر پښتونخوا په مردان سیمه کې هم تر دې وړاندې د ماشومانو دپاره یو دیو ځانګړي عدالت پرانسته شوې چې دغه عدالت يو تن ته د ماشومې جینۍ سره د جنسي تور په مقدمه کې د عمر قېد او ۵۰ زره روپۍ جرمانې سزا اورولې وه.

د ماشومانو د حقونو یو مبارز عمران ټکر په غلنۍ کې دماشومانو دپاره دځانګړي عدالت دپرانستې ګام ستائیلی اؤ ډيوه ته یې ویلي دي چې دا د وخت تقاضا ده چې مونږ د ماشومانو د حقونو د خوندي ساتلو لپاره نور ګامونه پورته کړو.

ښاغلی عمران ټکر وایي زمونږ صوبه کې وخت په وخت ماشومانو سره د زیاتي راپورونه مخې ته راځي اؤ د حکومتي چارواکو، پوليسو، د عدالت محکمې، د ماشومانو دمور پلار، او ميډيا رغنده کردار به د دا رقم پېښو مخنيوی کې لاس امداد وکړل شي.

ښاغلی ټکر وایي کال ٢٠٠٠ کې ماشومانو ته د انصاف ورکولو لپاره یو قانون منظور شوی او بیا کال ٢٠١٨ کې پکې ترمیم وشو چې تر مخه یې د پښتونخوا دریو ضلعو پیښور، مردان او ایبټ آباد ضلعو کې د ماشومانو د قضیو لپاره خصوصي عدالتونه جوړ شول او د قانون تر مخې کوم ماشومان چې عدالت نه سزا وار شي هغه به د عامو قیدیانو سره بندي خانو کې نه بلکې اصلاحي مرکزونو ته لیږل کیږي.

ښاغلي ټکر زیاته کړه دا مرکزونه لا نه دي جوړ شوي او ماشومان عامو جیلونو کې بندي ساتل کېږي.

عمران ټکر غوښتنه وکړه چې حکومت دې نورو ضلعو کې هم د ماشومانو لپاره عدالتونه او اصلاحي مرکزونه جوړ کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG